اسلام آباد۔ 19 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي بلوچستان كښې امن ٬ پرمختګ او اولسې ښېګړې لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو تر مينځه موثر رابطې ضروري دي ۔ د شورو په ورځ د اېوان صدر پرېس ونګ تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې اېوان صدر كښې ده …
بلوچستان كښې امن ٬ پرمختګ او د اولس ښیګړې لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو تر مينځه موثر رابطې ضروري دي٬ آصف علي زرداري
اسلام آباد۔ 19 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي بلوچستان كښې امن ٬ پرمختګ او اولسې ښېګړې لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو تر مينځه موثر رابطې ضروري دي ۔ د شورو په ورځ د اېوان صدر پرېس ونګ تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې اېوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو ۔ صدر مملكت ووئېل د زمكې په لحاظ د پاكستان تر ټولو لويه صوبه د خاص پام لرنې او د وسائلو حقداره ده ٬ په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو د پلوچستان په پرمختګ كښې د خنډالنو راولاړولو ټولې هڅې به په هر ډول ناكامه كولې شي ٬ هغه ورځ لرې نه ده چې د بلوچستان نه به ترهه ګري د جرړۍ څخه وركه كرې شي ۔ په دې مهال صدر مملكت ته د بلوچستان په مجموعي صورتحال او په روانو پرمخيائې اقدامات بريفنګ هم وركړے شو۔ په دې مهال د پيپلز پارټي د مېرمنو څانګې مشره فريال تالپور او د بلوچستان پخوانے وزير مير علي حسن زهري هم موجود وو









