اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ د غنمو درآمد پحقله د سټيئرنګ کميټۍ د غونډې مشري وكړه ٬ ده د غنمو درآمد په اړه د ضرورتونو جاج واخست كوم چې د ټولو صوبو لخوا وركړے شوي٬ په دې لړ كښئ ټريډنګ کارپوريشن آف پاکستان (ټي سي پي) ته د يو ملين ميټرک ټن غنمو …
د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو درآمد په اړه د سټيئرنګ کميټۍ غونډه
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ د غنمو درآمد پحقله د سټيئرنګ کميټۍ د غونډې مشري وكړه ٬ ده د غنمو درآمد په اړه د ضرورتونو جاج واخست كوم چې د ټولو صوبو لخوا وركړے شوي٬ په دې لړ كښئ ټريډنګ کارپوريشن آف پاکستان (ټي سي پي) ته د يو ملين ميټرک ټن غنمو درآمد لپاره د ضروري چمتوالي نيولو ذمه واري وركړې شوه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير باور وركړٶ چې حکومت به د غنمو پشمول د ضروري خوراكي څيزونو رسنه او په بيعه كښې استحکام باوري كولو لپاره صوبو سره معاونت روان ساتي۔ ده امر وكړو چې د غنمو د درآمد ټول عمل دې په سپېځلتيا او صوبو سره د نزدې رابطې او مشاورت سره مكمل كړے شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن٬ احد چيمه٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د وزيراعظم فوډ سکيورټي کوآرډينيټر، د غذائي تحفظ او تحقيق وزارت او د تجارت وزارت سيکرټريز پشمول د خېبر پښتونخوا پنجاب، سندھ او بلوچستان حكومتونو نمائندګانو ګډون كولو۔









