د وزيراعظم د آئي ټي انفراسټرکچر په جديد ډول سمولو لپاره د حکومتي عزم پخلے ٬ هيله ده “ګوګل” به د ځوانانو مهارتونو كښې زياتوالي او دوي اختيار منده جوړولو لپاره خپلو هلو ځلو ته لا پراختيا وركړي۔ وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آئي ټي انفراسټرکچر په جديد ډول سمولو لپاره د حکومتي عزم پخلي كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې"ګوګل" به د ځوانانو مهارتونو كښې زياتوالي او دوي اختيار منده جوړولو لپاره خپلو هلو ځلو ته لا پراختيا وركړي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ګوګل پلاوي د نهې په ورځ وليدل٬ د 9 كسيزه پلاوي مشري د …

 

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آئي ټي انفراسټرکچر په جديد ډول سمولو لپاره د حکومتي عزم پخلي كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې”ګوګل” به د ځوانانو مهارتونو كښې زياتوالي او دوي اختيار منده جوړولو لپاره خپلو هلو ځلو ته لا پراختيا وركړي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ګوګل پلاوي د نهې په ورځ وليدل٬ د 9 كسيزه پلاوي مشري د ګورنمنټ افيئرز اينډ پبلک پاليسي نائب صدر ولسن وائټ كوله٬ په اسلام آباد كښې د امريکائي سفارت ناظم الامور نټالي بيکر هم پلاوي سره ؤه۔ د وزيرعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي هركلي كولو سره وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې حکومتي چارې او د معيشت د ډيجيټلائزيشن پشمول په لويه كچه د ډيجيټل بدلون عمل روان دے۔ ده پلاوي د حکومت د “ډيجيټل نيشن پاکستان” وژن نه خبرولو كښې ووئيل  قامي ډيجيټل ايکو سسټم جوړولو لپاره په يو شمېر اقدامات د عمل درآمد كار په حتمي پړاٶ كښې دے۔ وزيراعظم د آئي ټي انفراسټرکچر په جديد ډول سمولو له د حكومتي عزم پخلې كولو سره ځوانانو ته د آئي ټي او مصنوعي ځېركتيا تربيې وركولو د روانو پروګرامونو په اړه پلاوي خبر وركړو۔ وزيراعظم دې مقاصدو ترلاسه كولو لپاره د ګوګل په څېر د ټيکنالوجۍ نړيوالې کمپنۍ سره د همكارۍ عمل په اهميت زور راوړو۔ وزيراعظم په پاکستان كښې د دفتر پرانستلو د ګوګل د پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل  دې سره به كمپنۍ سره د هېواد شراکت داري لا مستحكمه شي۔ ده د پاکستان ډيجيټل معيشت مخ په وړاندې بوتللو كښې د ګوګل د کردار  ستائنې كولو سره د ھغه اقدامات ستائنه وكړه چې په سبب ئې د زرګونو په شمېر د پاکستانو ځوانانو ته د عزت روزګار موقعې ترلاسه شوي ٬ په ډيجيټل څانګه كښې د پاکستانو ځوانانو په صلاحيتونو رڼا اچولو سره وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې ګوګل به د ځوانانو په مهارتونو كښې زياتوالي او دوي بااختيار منده جوړولو كښې خپلو هڅو ته لا پراختيا وركړي ٬ ده زياته كړه چې اوس چې كله  پاكستان كښې د ګوګل شتوالے  باوري شوے د ژورو اثراتو  لرونكو پروګرامونه به په پراخه كچه چلولې كېدې شي۔ په دې موقع  ولسن وائټ وزيراعظم ته د ګوګل د سباون مصوبو په اړه بريفنګ وركړو٬ هغه ووئيل  په ځائي كچه دفتر به په پاکستان كښې د ډيجيټل بدلون عمل لا تندولو كښې د ګوګل عزم ته لا وده وركړي او د پاكستان ځوانانو له د تل پاتي موقعو پېدا كولو او ځائي كاروبار په نړيواله كچه رسولو كښې مرسته وكړي ٬ ځائي شراکت دارو د ګوګل لخوا د جوړ كړي کروم بک په اسمبل لائن د اطمينان څرګندونې  سره ولسن وائټ ووئيل  په پاکستان كښې اسمبل شوے کروم بکس د منطقې نورو هېوادونو ته د برامد كولو پراخه امكانات موجود دي۔ هغه ووئيل ګوګل د پاکستان د ځوانانو د بلها صلاحيتونو اعتراف كوي او د آئي ټي، اے آئي، ګيمنګ او په نورو څانګو كښې مهارت زياتولو پروګرامونو ته د پراختيا وركولو خوښي لري۔ وزيراعظم، د ولسن وائټ، امريکائي ناظم الامور نټالي بيکر او د نورو ګرانو مېلمنو  سره پاکستان كښې د ګوګل دفتر د پرانستې په موقع د يوې تختۍ مخ كتنه وكړه۔

مزید خبریں