اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د توان كابينه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د توان په كوټلي پلان هائي ليول ډيزائن(2027-2060)او د نېشنل اليكټريسټي پلان 2023-2027 كښې د بدلون منظورۍ وركولو سره دا امر وكړے شو چې په دې بدلون د خېبرپښتونخوا حكومت او نېشنل اليكټرك پاور ريلګوليټري اتهارټي سره نور مشاورت هم وكړئ۔د وزيراعظم په مشرۍ كښې …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د توان په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه٬ د توان په كوټلي پلان هائي ليول ډيزائن(2027-2060)او د نېشنل اليكټريسټي پلان 2023-2027 كښې د بدلون منظوري وركړې شوه
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د توان كابينه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د توان په كوټلي پلان هائي ليول ډيزائن(2027-2060)او د نېشنل اليكټريسټي پلان 2023-2027 كښې د بدلون منظورۍ وركولو سره دا امر وكړے شو چې په دې بدلون د خېبرپښتونخوا حكومت او نېشنل اليكټرك پاور ريلګوليټري اتهارټي سره نور مشاورت هم وكړئ۔د وزيراعظم په مشرۍ كښې د توان كابينه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د توان كابينه كمېټۍ په غونډه كښې د پاور ډويژن لخوا نېشنل اليكټريسټي پلان 2023 -2027 كښې بدلون وړاندې كړے شو ۔دا بدلون د توان لپاره د كوټلې منصوبه بندۍ٬ د بجلۍ پېداوار كښې د زياتوالي ٬لرې پرتو سيمو ته د تجديد وړ ذريعو څخه د بجلۍ وركولو ٬ترسيلي نظام كښې پراختيا٬ټيرف ډيزائن٬ د بجلۍ بچت٬سستم اينډ ماركيټنګ آپريشنز٬خطرې په ګوته كولو او په دې اړه د انتظامي چارو٬ د ايندهن او ټېكنالوجي په ځايې كچه د استعداد ښه كولو سره د ريسرچ و ډويلپمنټ او ډيجيټائزېشن په حقله شوے دے ۔ كمېټۍ د دې بدلون منظوري وركولو سره دا امر وكړو چې په دې بدلون د خېبرپښتونخوا حكومت او نېشنل اليكټرك پاور ريګوليټري اتهارټي سره نور مشاورت هم وكړئ۔ ۔۔د پلان له مخې بجلي په مناسب بيعو صنعتي او تر كورنيو صارفين رسولو په اړه به تګلارې ته ترتيب وركولې شي









