اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) سپريم کورټ د نهې په ورځ د سماعت په مهال تحريري حكم نامه جاري كړې ده چې له مخې ئې د پي ټي آئي باني عمران احمد خان نيازي په راتلونكو دوو ورځو كښې شفاء انټرنيشنل هسپتال اسلام آباد ته د منتقل كولو امر شوے دے٬ درې كسيز بېنچ ووئيل په بند كښې د پاتې كېدو امله يو كس د بشري سلوك …
د پي ټي آئي باني د صحت په اړه سپريم کورټ تحريري حکم نامه جاري كړه
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) سپريم کورټ د نهې په ورځ د سماعت په مهال تحريري حكم نامه جاري كړې ده چې له مخې ئې د پي ټي آئي باني عمران احمد خان نيازي په راتلونكو دوو ورځو كښې شفاء انټرنيشنل هسپتال اسلام آباد ته د منتقل كولو امر شوے دے٬ درې كسيز بېنچ ووئيل په بند كښې د پاتې كېدو امله يو كس د بشري سلوك او ضروري طبي پالنې د حق نه نشي محرومېدے نشي ، د رياست او عدالت آئيني و قانوني ذمه واري ده چې په حراست كښې د پاتي كېدونكو كسانو د ژوند ٬ صحت٬ عزت او سلامتيا تحفظ باوري كړي٬ د تحريري حکم نامې له مخئ د باني پي ټي آئي طبي معائنه او درملنې لپاره فزيشن، به د جنرل سرجن، د امراض داخليه ، د سترګو او د زړه پوهانو پشمول يو ميډيکل بورډ جوړولې شي٬ عدالت د ډاکټر فيصل سلطان او د باني پي ټي آئي د خور ډاکټر عظميٰ خان هم د دوي په طبي معائنه او درملنه كښې د شريكولو اجازه وركړه ٬ سپريم کورټ حکومت ته د باني پي ټي آئي د ګرفتارۍ نه تر اوسه د بشپړه طبي ريکارډ، ميډيکل رپورټس، نسخو ، طبي رائے، معائنه رپورټس او د علاج تفصيلات عدالت ته د وړاندې امر وكړو٬ د حکم نامې له مخې په تېرو دريو مياشتو كښې د باني پي ټي آئي كورنۍ او وکيلانو سره د شوو ملاقاتونو بشپړ تفصيلات به هم عدالت ته وړاندې كولې شي او د ھغه ټولو مقدمو تفصيلات به هم وركولې شي چې پكښې ھغوي ملزم، ګرفتاردے ٬ د سماعت لاندې دي يا سزا شوے دے۔عدالت د باني پي ټي آئي كورنۍ څخه په اوونۍ كښې يو ځل ملاقات او د زامنو په اوونۍ كښې دوه ځله په ټېلي فون د خبرو اترو كولو هم امر وكړو۔ په تحريري حکم نامه كښې د باني پي ټي آئي كورنۍ، د سياسي ګوند غړي او وکيلان تر راتلونكي سماعت د دوي د صحت يا ميډيکل رپورټس په اړه ميډيا يا اولس سره د شيئر كولو نه منع كړې شوي۔ سپريم کورټ ووئيل د شفاء انټرنيشنل هسپتال په انګڼ كښې به كومه اولسي اجتماع نه كېږي او باني پي ټي آئي يا ھغه سره تړون لرونكے كس به طبي رپورټس يا د صحت پحقله معلومات سياسي ګټې لپاره نه كاروي٬ عدالت حکومت ته په شفاء انټرنيشنل هسپتال كښې د باني پي ټي آئي د معائنې او د علاج مكمل ميډيکل رپورټس په راتلونكي سماعت د وړاندې كولو امر وكړو او دا معامله ئې تر 16 ستمبر كال 2026 سماعت لپاره مقرر كړه۔ د تحريري حکم نامې له مخئ باني پي ټي آئي ته د طبي رپورټس نه وركولو په اړه حكومتي موقف هم مسترد كړے شو۔۔ سپريم کورټ د اسلام آباد هائي کورټ لخوا د توهين عدالت کارروائي ختمولو په معامله كښې هم ډلو ته نوټس جاري كولو سره په راتلونكي سماعت د تحريري وضاحتونو جمع کولو او اړوند ډلو ته په ذاتي توګه د وړاندې كېدو امر وكړو۔









