كوم تهذیب چې د نړۍ لارښودنه كړې هغه نن د نورو محتاج ولې  ، مونږ له به خپل عظیم   علمي روایت ژوندے كول وي ،پروفیسر احسن اقبال

  اسلام آباد۔18اګست  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ و خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي مسلمانانو  په يوه زمانه كښې  علم، تحقیق او په سائنسي هڅو كښې د نړۍ مشري كړې ،كوم تهذیب چې څه وخت  د علمي نړۍ لارښودنه  كړې هغه نن په دې لړ كښې د نورو محتاج ولې دے ، مونږ له خپل عظیم علمي روایت بيا ژوندے كول دي ۔ د …

 

اسلام آباد۔18اګست  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ و خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي مسلمانانو  په يوه زمانه كښې  علم، تحقیق او په سائنسي هڅو كښې د نړۍ مشري كړې ،كوم تهذیب چې څه وخت  د علمي نړۍ لارښودنه  كړې هغه نن په دې لړ كښې د نورو محتاج ولې دے ، مونږ له خپل عظیم علمي روایت بيا ژوندے كول دي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده  د منصوبه بندۍ، پرمختګ و خاص اقدامات وزارت كښې د  میلاد النبی  محفل ته  خطاب كښې وكړه ۔ده ووئېل  د بغداد او اندلس علمي مرکزونه، رسد ځايونه او  مسلم سائنمدارو   په فلکیات، طب، ریاضۍ، کیمیا او نورو علومو كښې  د تحقیق نوې لارې پرانستې ، د مسلمانانو دا علمي ترقي يوازې اتفاق نه بلکې د قرآنِ کریم د هغه بنیادی بلنې سره تړلې وه   چې پكښې انسان ته کائنات كښې د  اللہ تعالیٰ د نښانو د مشاهدې، د عقل د استعمال او د  غور و فکر کولو بيا بيا ترغیب وركړے شوے دے

مزید خبریں