اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د آپريشن ردالفتنه-3 له مخې د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو كاميابې كارروائۍ روانې دي٬ امنيتي ځواكونو په زيارت،هرنائي اورسوراب كښې د ترهګرو په ضد د انټيلي جنس بيسډ آپريشن په مهال د 9 نه زيات ترهګر وژلي دي۔ د امنيتي ذريع له مخې سکيورټي فورسز په استخبارات اډانه عملياتو كښې د زيارت او هرنائي …
د آپريشن ردالفتنه-3 له مخې د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو كاميابې كارروائۍ روانې دي ٬ د 9 نه زيات ترهګر ووژل شول
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د آپريشن ردالفتنه-3 له مخې د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو كاميابې كارروائۍ روانې دي٬ امنيتي ځواكونو په زيارت،هرنائي اورسوراب كښې د ترهګرو په ضد د انټيلي جنس بيسډ آپريشن په مهال د 9 نه زيات ترهګر وژلي دي۔ د امنيتي ذريع له مخې سکيورټي فورسز په استخبارات اډانه عملياتو كښې د زيارت او هرنائي ترمېنځه غرئيزه سيمه كښې اپرېشن وكړو ٬ سيکورټي فورسز د ترهګرو ژالې محاصره كولو سره په موثره ډول په نښه كړې چې پكښې اته ترهګر وژل شول ۔ د سکيورټي ذريعو له مخې د انټيلي جنس بيسډ آپريشن په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې تباه كړې٬ د ضلع سوراب په حاجيكا كلي كښې د کامياب آپريشن په مهال هم يو ترهګر وژلے شوے٬ امنيتي ځواكونو په دشت کټائي او د حاجيکه ترمېنځه موثره ناكه بندۍ كړې ده او د ترهګرو د تګ راتګ درك ئې لګولے٬ د وژلے شوو ترهګرو څخه٬ وسله٬ مېګزين٬ لاسي بم٬ واكي ټاكي٬ موټر سائيكل او نور سامان برامد كړے شوے۔ د سکيورټي ذريعو وېنا ده چې امنيتي ځواكونه په بلوچستان كښې د ترهګرۍ بشپړه خاتمې او تل پاتي امن له د كوم تعطل نه غېر د خپلو كارروائيو روانه ساتلو په عزم ولاړ دي









