د هيپاټائټس سي د سکريننګ عمل تند كړے شوے ٬  دا به هر پاكستاني له كول وي۔ وفاقي وزير مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د روٶغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي په ګرد هېواد كښې د هيپاټائټس سي د سکريننګ عمل تند كړے شوے٬ دا به هر پاكستاني له كول وي، د صحت وزارت ټولو ملازمينو لپاره د هيپاټائټس سي ټيسټ لازمي ګرځولے شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ميډيا بريفنګ په مهال كړې۔ مصطفيٰ کمال خپله هم د هيپاټائټس …

 

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د روٶغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي په ګرد هېواد كښې د هيپاټائټس سي د سکريننګ عمل تند كړے شوے٬ دا به هر پاكستاني له كول وي، د صحت وزارت ټولو ملازمينو لپاره د هيپاټائټس سي ټيسټ لازمي ګرځولے شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ميډيا بريفنګ په مهال كړې۔ مصطفيٰ کمال خپله هم د هيپاټائټس سي ټيسټ وكړو، چې رزلټ ئې منفي راغلو ۔ ده ووئيل د صحت وزارت د ټولو ملازمينو لپاره به سکريننګ لازمي وي٬ د ټېست نه كوٶنكو په ضد به د ضابطې له مخئ كارروائي كولې شي۔ مصطفيٰ کمال ووئيل په اسلام آباد كښې د هيپاټائټس سي سکريننګ لپاره 17 پوائنټس جوړ كړے شوي، نجي روغتونونو ته به سکريننګ لپاره کټس او ضروري آلات وركولې شي دغسې چې هلته هم د وګړو سکريننګ وكړے شي۔ ده ووئيل هيپاټائټس سي د وينې د لارې منتقل كېدونكېے رنځ دے ٬ دې لپاره د دې په وخت تشخيص او علاج ډېر ضروري دے۔ وفاقي وزير ووئيل پنجاب څخه د هيپاټائټس سي د سکريننګ مطلوبه ډيټا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده  تر لاسه شوې٬ خو رابطې روانې دي۔ د روغتيا وفاقي  وزير مصطفيٰ کمال ووئيل زه به خپله د پنجاب وزيراعليٰ سره ملاقات كوم او د هيپاټائټس سي د سکريننګ ډيټا او په صوبه كښې د جاري اقداماتو په حواله به خبره كوم۔ ده اولس ته غږ وكړو چې د هيپاټائټس سي وړيا سکريننګ سهولت څخه ګټه پورته كړئ او د رنځ په وخت تشخيص لپاره خپل ټېسټ خامخا وكړئ۔

مزید خبریں