اسلام آباد۔18اګست (اے پي پي )د افغان طالبانو د حكومت تر لاسه كولو په 5 كاله بشپړېدو کاناډا، المان، نیدرلینډز پشمول د بېلا بېلو ھېوادونو په 24 ښارونو كښې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وشول ۔ تفصیلات تر مخه د المان په مختلف ښارونو بون، میونخ، اسټټ ګارټ، هیمبرګ، برلن، کیل، فرینکفرټ، کولون او ډسلډورف كښې احتجاجي مظاهرې وشوې ۔ د سوئټزرلینډ، نیدرلینډز، فن لینډ، ناروے، آسټریا، سویډن، سپین، پاکستان، …
د افغان طالبان رجیم ناوړه اقتدار خلاف په نړيواله كچه د احتجاج نوې چپه ، په 24 ښارونو كښې لاريونونه او مظاهرې
اسلام آباد۔18اګست (اے پي پي )د افغان طالبانو د حكومت تر لاسه كولو په 5 كاله بشپړېدو کاناډا، المان، نیدرلینډز پشمول د بېلا بېلو ھېوادونو په 24 ښارونو كښې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وشول ۔ تفصیلات تر مخه د المان په مختلف ښارونو بون، میونخ، اسټټ ګارټ، هیمبرګ، برلن، کیل، فرینکفرټ، کولون او ډسلډورف كښې احتجاجي مظاهرې وشوې ۔ د سوئټزرلینډ، نیدرلینډز، فن لینډ، ناروے، آسټریا، سویډن، سپین، پاکستان، کاناډا او امریکا كښې هم افغانانو احتجاجي مظاهرې وكړې ۔ په ګنو ښارونو كښې افغان وګړي لارو ته راوتل ، د طالبانو خلاف يې چغې سورې اوهلې او د احتجاجي کیمپ لګولو سره يې د پټیشن كمپائن او د لوږې هړتال مظاهره هم وكړه ۔ د افغان میډیا تر مخه په احتجاجي مظاهرو كښې افغانانو د طالبان رجیم سره اړېكې معمول ته د راوستو مخالفت سره د مېرمنو د حقونو د تحفظ غوښتنه وكړه۔د کاناډا په ټورنټو ښار کوئینز پارک كښې افغان كډوالو لويه احتجاجي مظاهرہ وكړه او د طالبانو خلاف يې سختې نعرې اووهلې ۔مظاهرچيانو د صنفي امتیاز خاتمې، د اظهار و صحافت آزادۍ تحفظ له او د بشري حقونو په خلاف ورزو طالبان رجیم جواب وركونكے د ګرځولو غوښتنه وكړه۔د افغان میډیا تر مخه ایمسټرډیم كښې مظاهرچيانو د نیدرلینډز او اروپائي ائتلاف څخه د طالبانو نه تسلیمولو او د افغانانو مېرمنو حقونو ته د پام لرنې غوښتنه وكړه ۔د افغان میډیا تر مخه جنیوا كښې هم د ملګرو ملتونو دفتر په وړاندې افغانانو لاريون وكړو او د طالبانو رجیم خلاف يې سختې چغې سورې اووهلې ۔ د المان په ښارونو اسټټګارټ او هیمبرګ كښې هم مطاهرچيانو د ’’ډوډۍ، کار، آزادۍ‘‘ نعرې اووهلې او د نړيوالې ورورولۍ پشمول يې د المان حكومت نه د طالبانو رجیم جواب وركونكي ګرځولو غوښتنه وكړه ۔د پوهانو تر مخه په ګرده نړۍ كښې د طالب رجیم خلاف زياتېدونكے احتجاج او مظاهرې د دې امر واضحه اشارہ ده چې په نړيواله كچه طالبانو ته دې قبولیت یا كوم هم نارملائزیشن تر لاسه نه وي ۔ د افغانستان نه بهر د زياتېدونكې احتجاجې چپه او د هېواد دننه د مزاحمتي پاسونونه ٬ په بيړه د طالبان رجیم خلاف اولسي غبرګون زياتېدل په سباون كښې د هغوي د خاتمې لاره د هوارېدو علامات دي ۔









