اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي فضائي خيرنوالے د بشري صحت لپاره يو لوي چېلنج دے په كوم چې قابو موندلو لپاره په قامي كچه شريكو او كوټلو هڅو ته اړتيا ده٬حكومت په هېواد كښې د اليكټرك ګاډو ودې لپاره اقدامات كوي كوم چې په فضائي خيرنوالي كښې كمي راوستلو لپاره مهم كردار ادا كولې شي۔د …
په فضائي خيرنوالي قابو موندلو لپاره په قامي كچه شريكې او كوټلې هڅې ضروري دي۔ډاكټر مصدق ملك
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي فضائي خيرنوالے د بشري صحت لپاره يو لوي چېلنج دے په كوم چې قابو موندلو لپاره په قامي كچه شريكو او كوټلو هڅو ته اړتيا ده٬حكومت په هېواد كښې د اليكټرك ګاډو ودې لپاره اقدامات كوي كوم چې په فضائي خيرنوالي كښې كمي راوستلو لپاره مهم كردار ادا كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پاكستان نېشنل كلين ايئر پالېسي عملدرآمدي پروژې په اړه د يو ورځنې اعلٰی كچ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې كړې۔دا دستوره د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت٬پاكستان انوائرنمنټل پروټيكشن ايجنسۍ٬پاك اي پي اے)اسلام آباد او آسيائي پرمختيائي بانك په شريكه مرسته وشوه ۔دستورې ته وفاقي وزير ووئيل پاكه هوا د هر وګړي بنيادي حق دے او فضائي معيار ښه جوړولو لپاره موثر څارنه٬ په پالېسو په سختۍ سره عملدرآمد او ټولو اړوندو څانګو كښې اصلاحات ضروري دې۔ده ووئيل د پاكې هوا ترلاسه كولو لپاره د صنعت٬ټرانسپورټ او توان په څانګو كښې به موثر اصلاحات كول وي۔ده ووئيل په فضائي خيرنوالي كښې كمي لپاره د جديد ټېكنالوجۍ څخه استفاده او د پاك توان وده هم د وخت مهم ضرورت دے۔ډاكټر مصدق ملك ووئيل حكومت په هېواد كښې د اليكټرك ګاډو ودې لپاره اقدامات كوي كوم چې فضائي آلودګۍ كښې كمي راوستلو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل ماحولياتي تحفظ يوازې د حكومت ذمه واري نه ده بلكې د ټولنې ټولو طبقو ته به په دې اړه خپل كردار ادا كول وي٬پاكه هوا او ښه ماحول لپاره اولسي شعور رامخې ته كول هم زمونږ شريكه ذمه واري ده۔









