اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق زيارت، هرنائي او سوراب كښې د ترهه ګرو په ضد د کامياب آپريشن په مهال د 9 نه د زياتو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د نهې په ورځ خپل پېغام كښې سپيكر ووئيل د ځواكونو دا پرله پسې كاميابۍ قامي سلامتيا لپاره د غېر متزلزل عزم څرګندونه ده ٬ …
سپيکر سردار اياز صادق د 9 ترهګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق زيارت، هرنائي او سوراب كښې د ترهه ګرو په ضد د کامياب آپريشن په مهال د 9 نه د زياتو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د نهې په ورځ خپل پېغام كښې سپيكر ووئيل د ځواكونو دا پرله پسې كاميابۍ قامي سلامتيا لپاره د غېر متزلزل عزم څرګندونه ده ٬ ده ووئيل ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې خپلو امنيتي خواكونو سره ولاړ دے۔ ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو كاميابۍ د ډاډ وړ دي٬ په بلوچستان كښې تل پاتې امن لپاره د ترهګرو بشپړه خاتمه ضروري ده۔








