اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاکستان كښې د روسيه سفير البرټ خوروف د نهې په ورځ ليدلي۔ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم د پاکستان او روسيه په شريكو اړيكو كښې د مثبت پېشرفت ستائنه كولو سره په اهمو څانګو كښې په پرله پسې مرسته او د اعليٰ كچ روابط د …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د روسيه سفير وليدل، په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاکستان كښې د روسيه سفير البرټ خوروف د نهې په ورځ ليدلي۔ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم د پاکستان او روسيه په شريكو اړيكو كښې د مثبت پېشرفت ستائنه كولو سره په اهمو څانګو كښې په پرله پسې مرسته او د اعليٰ كچ روابط د تسلسل په اهميت زور رواړو دغسې چې پاك-روسيه اړيكې لا مضبوطې كړې شي۔ په ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې پاکستان مستقل دريځ لري چې د اختلافاتو هواري او سيمه ايز امن او استحكام ودې لپاره خبرې اترې او سفارت کاري د وړاندې تګ يوازنۍ لاره ده۔









