اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې هنر مند او باصلاحيته ځوانانو ته د عزت روزګار وركول د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دے، د نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ له مخې ګرد هېواد په خاص توګه د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو ته خاص پاملرنې ته اړتيا ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا …
هنر مند او باصلاحيته ځوانانو ته د عزت روزګار وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ محمد شهباز شريف
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې هنر مند او باصلاحيته ځوانانو ته د عزت روزګار وركول د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دے، د نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ له مخې ګرد هېواد په خاص توګه د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو ته خاص پاملرنې ته اړتيا ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې خيالاتو څرګندونه په نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ د عملدرآمد په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال كړے۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ له مخئ دې ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو لپاره كوټلې او موثره اقدامات باوري كړې شي، په نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ د عملدرآمد د پيشرفت جاج به هره مياشت اخستې شي، وزيراعظم ووئيل چې د حکومت لخوا په هېواد كښې وړومبې نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسي اجراء زمونږ د خاص هلو ځلو عكاس ده، د نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ له مخې اقداماتو لپاره بين الوزارتي مرسته او جامع لائحه ضروري ده، د قام ځوانانو په خاص توګه مېرمنو ته د روزګار نوې موقعو كښې شموليت باوري كولو لپاره ھغوي هنرې مندې جوړولو ته دې خاص پام وكړئ شي۔وزيراعظم ووئيل چې د نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ له مخې ګرد هېواد په خاص توګه د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو ته خاص پاملرنې ته اړتيا ده، په هېواد كښې هنر مند افرادي قوت په هېواد كښې او بهر د کاروباري و صنعتي طلب سره همكاره كوول لپاره په نيوټک او سميډا كښې ادره جاتي اصلاحات شوې دي۔ وزيراعظم د دې پاليسۍ په سبب ځوانانو ته د ترلاسه فوائدو په اړه د خبرتيا كمپائن هدايات جاري كړل۔ غونډې ته ووئيل شوې چې نيشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کميشن افردي قوت لپاره په خاص توګه نړيوال سرټيفيکيشن او په مطلوبه ژبه كښې مهارت لپاره هم خاص اقدامات كوي، ځوانانو ته بهر هېواد روزګار كولو لپاره د ماركيټ ډيمانډ له مخې تربيه وركولې شي، د حکومتي اقداماتو په سبب د ډيجيټل يوتھ هب په توسط سره د هېواد ځوانزنو په يو پليټ فارم په هېواد او بهر هېواد كښې د روزګار موقعو تفصيلات وركولې شي، په نيشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ موثر عملي اقداماتو لپاره ټولو وزارتونو او اړوند ادارو سره شريكه مرستې او مشاورت سره كار كوي، په تعليمي ادارو كښې يوتھ ډويلپمنټ سيلز جوړولې كېږي كوم چې به د ځوانانو لارښودنې او کيريئر کاؤنسلنګ سره سره دوي د روزګار او د هنرمندۍ موقعو څخه خبرولې شي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د وزيراعظم د هداياتو له مخې په شوې اقداماتو بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، مصدق ملك، شزا فاطمه خواجه، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهوداحمد خان او د نورو سركاري ادارو چارواكو ګډون كولو۔









