اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاکستان كښې د مصر سفير ډاکټر ايهاب محمد عبدالحميد حسن ليدلي دي، د ملاقات په مهال زراعت، غذائي تحفظ او د جديد زرعي ټيکنالوجيز په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودی وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارت له …
وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د مصر سفير وليدل٬ د زرعي مرستې په وده٬ د پومبې پېداوار٬ معيار ښه کولو له اتفاق
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاکستان كښې د مصر سفير ډاکټر ايهاب محمد عبدالحميد حسن ليدلي دي، د ملاقات په مهال زراعت، غذائي تحفظ او د جديد زرعي ټيکنالوجيز په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودی وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارت له مخې د ملاقات په مهال وفاقي وزير ووئیل پاکستان مصر سره د اوږدې مودې او ووررولۍ اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده جديد زراعت، د اوبو بهتر انتظام، موسمياتي بدلون سره سم او د زرعي ټيکنالوجۍ په څانګو كښې د مصر د ځانګړي پېشرفت ستائنی كولو سره ووئيل زه د مصر د زرعي ترقۍ او په سختو حالاتو كښې د زرعي پيداوار زياتولو تجربې څخه متاثره يم۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔









