د مواصلات وفاقي وزير په بلوچستان كښې په كامياب عملياتو د امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

  اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د بلوچستان په زائيك کلی كښې په استخبارات اډانه كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل  زائيك کلی كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد كامياب عمليات زمونږ د ځواكونو د اعلیٰ صلاحيتونو څرګڼدونه ده كومو چې په وخت كارروائي كولو سره د ترهه ګرو ناوړه …

 

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د بلوچستان په زائيك کلی كښې په استخبارات اډانه كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل  زائيك کلی كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد كامياب عمليات زمونږ د ځواكونو د اعلیٰ صلاحيتونو څرګڼدونه ده كومو چې په وخت كارروائي كولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړل او  هېواد یي د لوئ زيان څخه اوساتلو۔عبدالعليم خان ووئيل په بلوچستان كښې امن و امان بحالۍ لپاره د امنيتي ادارو قربانۍ د قام لپاره د وياړ وړ دي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې د فتنه الهندوستان ټول سليپر سيلز او ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو به د امنيتي ځواكونو كښې كاروائي بشپړه قوت سره رواني وي۔

مزید خبریں