وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي د فوټو جرنلسټ ايسوسي اېشن نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركړه

  اسلام آباد 17 اګست  (اے پي پي) د قومي ورثې و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي د راولپينډي اسلام آباد فوټو جرنلسټس ايسوسي اېشن په كلنه ټاكنو كښې د  پينل ټولو اميدوارو د مقابلې نه غير په ټاكنه نوو ټاكلے شوو  له مباركي وركړی ده ،په خپل يو بيان كښې ده سجاد حيدر له په 22م ځل د صدر په ټاکلے كيدو مباركي وركولو سره ووئيل فوټو جرنلسټس …

 

اسلام آباد 17 اګست  (اے پي پي) د قومي ورثې و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي د راولپينډي اسلام آباد فوټو جرنلسټس ايسوسي اېشن په كلنه ټاكنو كښې د  پينل ټولو اميدوارو د مقابلې نه غير په ټاكنه نوو ټاكلے شوو  له مباركي وركړی ده ،په خپل يو بيان كښې ده سجاد حيدر له په 22م ځل د صدر په ټاکلے كيدو مباركي وركولو سره ووئيل فوټو جرنلسټس قومي،كلتوري او تاريخي هلي ځلي اولس ته ورسولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔وفاقي وزير نوو ټاكلے شوو عهديدارو لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره د دې باور څرګندونه وكړه چې نوې ثيادت به د فوټو جرنلسټس ښېګړي، پيشه وره حقونو تحفظ او پېښو مسئلو حل له مؤثره كردار ترسره كړي۔ چيئرمېن اليكشن كمېشن ناصر مير او غړي عامر لودھي له مخې سجاد حيدر صدر، جهانګير چوهدري سينئر نائب صدر، اېم جاويد او مدثر راجه نائب صدور، سهيل شهزاد جنرل سيكرټري، محمد عاصم فنانس سيكرټري، فيصل خان جوائنټ سيكرټري او سيد مهدي انفارمېشن سيكرټري منتخب ګرځولي۔ ګورننګ  باډي په غړو كښې حبيب شيخ، راجه خالد، راجه ظفر، عابد ضيا، طاهر كاظمي، راجه عاصم او عمر فاروق شامل دي۔

مزید خبریں