صدر مملکت د انډونيزيا صدر، حکومت او اولس له د آزادۍ ورځ مباركي وركړه

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د انډونيزيا صدر پرابوو سوبيانتو، حکومت او اولس ته د آزادۍ په ورځ د مبارکۍ پېغام استولے دے۔ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې د انډونيزيا د آزادۍ ورځ په موقع د مباركۍ خپل پېغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل دا تاريخي موقع د انډونيزيا د اولس جذبې، استقامت او عزم …

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د انډونيزيا صدر پرابوو سوبيانتو، حکومت او اولس ته د آزادۍ په ورځ د مبارکۍ پېغام استولے دے۔ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې د انډونيزيا د آزادۍ ورځ په موقع د مباركۍ خپل پېغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل دا تاريخي موقع د انډونيزيا د اولس جذبې، استقامت او عزم سره سره د آزادۍ هلو ځلو كښې د دوي د قام د باني مشرانو د قيادت يادګیرنه ده۔ ​صدر آصف علي زرداري ووئيل چې د پاکستان او انډونيزيا  ترمېنځه په مشتركه تاريخ، شريك بارو، عقيده او دوه اړخيزه٬ سيمه ايز او په نړيواله كچه مرستې اډانه نزدې او د دوستۍ اړيكې دي۔ ده ووئيل چې دواړه هېوادونه تجارت، سرمايه کارۍ، دفاع، صحت، تعليم او د اولسي روابطو پشمول په يو شمېر څانګو كښې مرستې ته مسلسل پراختيا وركوي۔ ​صدر مملکت د دې باور څرګندونه وكړه چې تېر كال د صدر پرابوو سوبيانتو د پاكستان دورې سره د دواړو هېوادونو اړيكو ته نوې اړخ ترلاسه شوې چې پكښې به شريكو مفادو كښې مرسته لا زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده د انډونيزيا اولس امن٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں