د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر په انډونيزيا كښې د زلزلې له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

  اسلام آباد 16 اګست  (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر په انډونيزيا كښې د زلزلې له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د سېنېټ سيکرټريټ ميډيا ډائريکټوريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل د قدرتي آفت په نتيجه كښې د شوې زيان آزاله نشي كيدے ٬ په دې پېښه كښې د پاكستان قوم د انډونيزيا غمجن قوم په …

 

اسلام آباد 16 اګست  (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر په انډونيزيا كښې د زلزلې له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د سېنېټ سيکرټريټ ميډيا ډائريکټوريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل د قدرتي آفت په نتيجه كښې د شوې زيان آزاله نشي كيدے ٬ په دې پېښه كښې د پاكستان قوم د انډونيزيا غمجن قوم په غم دړد كښې شريك دي۔ده په پېښه كښې په حجق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندوني سره دعا اوكړھ چې لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ ډپټي چيئرمېن د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې پاکستان د انډونيزيا سره ولړ دے۔

مزید خبریں