اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د موسمياتو محكمې د هېواد په بره او مينځني سيمو كښې د 17 نه تر 21 اګست په مهال د سيلۍ سره د بارانونو پيشګوئي كړې ده۔د موسمياتو محكمې له مخې د پشكال سيلۍ د هېواد بره سيمو كښې داخليږي كومه به راروانو تر څو ورځو برقرار وي۔د 17 اګست څخه لويديزي سيلۍ سلسله د هېواد بره سيمو كښې د داخليدو امكان …
د هېواد په بره او مينځني سيمو كښې د 17 نه تر 21 اګست په مهال د سيلۍ سره د بارانونو پيشګوئي شوي
اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د موسمياتو محكمې د هېواد په بره او مينځني سيمو كښې د 17 نه تر 21 اګست په مهال د سيلۍ سره د بارانونو پيشګوئي كړې ده۔د موسمياتو محكمې له مخې د پشكال سيلۍ د هېواد بره سيمو كښې داخليږي كومه به راروانو تر څو ورځو برقرار وي۔د 17 اګست څخه لويديزي سيلۍ سلسله د هېواد بره سيمو كښې د داخليدو امكان لري ٬ دې موسمي نظام زيرِ اثر كشمير كښې د 16 اګست ماښام نه تر 21 اګست په مهال وادئ نيلم، مظفرآباد، راولاكوټ، پونچھ، هټياں، باغ، حويلي، سدھنوتي، كوټلي، بھمبر او ميرپور كښې وخت په وخت د سيلۍ سره د بارانونو دغسې په ځيني ځايونو د زيات باران امكان دے،خېبر پښتونخوا كښې د 17 اګست نه تر 21 اګست په مهال دير، چترال، سوات، كوهستان، مالاكنډ، نوښار ،چارسده، صوابۍ، شانګله، بټګرام، بونير، كوهاټ، هنګو، كرم،باجوړ، مهمند، خېبر، اوركزئي، مانسهره، ايبټ آباد، هري پور،پېښور او مردان كښې د بارانونو امكان۔دغسې په 20 او 21 اګست كرك، ټانك، لكي مروت، ډيره اسماعيل خان، بنوں او وزيرستان كښې د باران امكان دے ۔د خېبر پښتونخوا په غريزه سيمو كښې ،ګلګت بلتستان، مري، ګليات او كشمير كښې د لينډ سلائيډنګ اندېښنه ده٬ سېلګري او مسافر دي د موسمي پيشګوئي په مهال محتاط پاتي شي او غير ضروري مزل څخه دې ډډه وكړي۔









