اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د بلوچستان په خاران ولسوالۍ كښې په استخبارات اډانه كامياب عملياتو په مهال 7 ترهه ګر وژلې شوي۔ ردالفتنه 3 ترمخه امنيتي ځواكونو د خاران په لجے سيمه كښې د ترهه ګرو شته والي پھ اطلاع په استخبارات اډانه عمليات وكړل۔امنيتي ځواكونو د كارروائي په مهال د فتنه الخوارج 7 ترهه ګر ووژل دغسې ګڼ شمير ژوبل شوې هم دي۔سكيورټي ذريعو له …
د بلوچستان په خاران ولسوالۍ كښې په استخبارات اډانه كامياب عمليات، 7 ترهه ګر ووژل شول
اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د بلوچستان په خاران ولسوالۍ كښې په استخبارات اډانه كامياب عملياتو په مهال 7 ترهه ګر وژلې شوي۔ ردالفتنه 3 ترمخه امنيتي ځواكونو د خاران په لجے سيمه كښې د ترهه ګرو شته والي پھ اطلاع په استخبارات اډانه عمليات وكړل۔امنيتي ځواكونو د كارروائي په مهال د فتنه الخوارج 7 ترهه ګر ووژل دغسې ګڼ شمير ژوبل شوې هم دي۔سكيورټي ذريعو له مخې د ترهه ګرو د ژالو څخه جديد وسله،لوئ مقدار كښې ګوله بارود، نور جنګي سامان، 2 ګاړي او يو موټر سائيكل برآمد شوې۔ امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د فتنه الخوارج ترهه ګرو ژالي په بشپړه توګه ةجاړي كړي۔ سكيورټي ذريعو له مخې دغه ترهه ګر خاران او لجے كښې د غلا، قلنګ اخستلو، د تاوان لپاره د وګړو تښتولو،هدفي وژنو او ځانمرګي بريدونو منصوبه بندۍ كښې ككړ وو۔امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د عمليات ردالفتنه 3 ترمخه د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره د كارروائيو سلسله جاري ساتلي،تر آخري ترهه ګر ختمولو به د ترهه ګرو تعاقب جاري وي او هغوي تر منطقي انجام رسولو لپاره به ټول ضروري اقدامات كولې شي۔









