اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د صدرِ مملکت وياند مرتضیٰ سولنګي وئيلی دی د امريکې سره د دوحه لوظنامی ترمخه ترمخه په اقتدار كښې راغلي د طالبانو حکومت د خپلو ټولو لوظونو څخه انحراف كړے،د تيرو 5 كلونو په مهال د ملكرو ملتونو تجزياتي معاونت او د بنديزونو نګراني کونكي ډلي رپورټس كښې وئيلي دي افغانستان نن هم مستقل او د اوږد مهاله خطر دے،په يو داسې …
د دوحه لوظنامی ترمخه په اقتدار كښې راغلي د طالبانو حکومت د خپلو ټولو لوظونو څخه انحراف كړے۔مرتضیٰ سولنګي

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د صدرِ مملکت وياند مرتضیٰ سولنګي وئيلی دی د امريکې سره د دوحه لوظنامی ترمخه ترمخه په اقتدار كښې راغلي د طالبانو حکومت د خپلو ټولو لوظونو څخه انحراف كړے،د تيرو 5 كلونو په مهال د ملكرو ملتونو تجزياتي معاونت او د بنديزونو نګراني کونكي ډلي رپورټس كښې وئيلي دي افغانستان نن هم مستقل او د اوږد مهاله خطر دے،په يو داسې وخت كښې كله چې پاکستان منطقه كښې امن لپاره چمتو دے،د افغان طالبانو حکومت د هند په مرسته د خپل شريكو پراکسيز د لارې په پاکستان كښې ترهه ګري کولو كښې بوښت دے۔په ايکس په خپل يو پوښت كښې مرتضیٰ سولنګي ووئيل 5 كاله وړاندې په نن ورځ امريکې سره دوحه كښې د معاهدے ترمخه جوړيدونكي افغان طالبان حکومت د يو نمائنده حکومت جوړولو لوظ كړې ؤ، هغه وئيلي وو چې د جينكو او ميرمنو په ضد به د خپل تير وخت جابرانه پاليسۍ بيا نه جوړوو او دا لوظ ئې ههم كړې ؤ چې افغان به خپله خاوره د ترهه ګرۍ يا منشيات تجارت لپاره نه كاروي،څنګه چې په 2001 كښې د حكومت تر ختميدو كيدل خو تر نن هغوي د خپلو ټولو لوظونو څخه منحرف دي۔ده ووئيل د تيرو 5 كلونو په مهال د ملګرو ملتونو تجزياتي معاونت او بنديزونو نګراني کونكي ډلي رپورټس كښې وئيلي چې افغانستان نن هم يو مستقل او اوږد خطر دے۔ په يو داسې وخت كښې كله چې پاکستان منطقه كښې امن لپاره چمتو دے، افغان طالبان حکومت د هند په مرسته د خپل شريك پراکسيز د لارې په پاکستان كښې تره ګري برآمد کولو كښې بوښت دے۔ده ووئيل دا حكومت خپل نسلي او مذهبي اقليتونو په ضد هم د جرمونو ارتکاب کوي، نورو ګاونډي هېوادونو كښې هم ترهه ګري برآمد کوي او په ټوله نړۍ كښې منشيات تجارت ته وده وركوي۔طالبانو له به د خپلو نړيوالو ذمه وارو احترام کول وي او دا خبره به باوري كول وي چې افغان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد د خطرے په توګه نه كارولې كيږي۔ده ووئيل 5 كاله ډيره موده وي۔ افغانستان له يو مختلف لارې ته اړتيا ده۔ طالبان حکومت بايد په ديوال ليكلې شوې تحرير ولولي۔









