سېلاب ځپليو سيمو كښې دې اولس ته هر ډول ممكن مرسته او  آسانیو وركولو لپاره ټول وسائل وكاورلې شي۔وزيراعظم

  اسلام آباد 15 اګست  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اين ډي اېم اے ته اړوندو صوبائي ادارو او پي ډي اېم ايز سره د موثر رابطی كولو او سېلاب  ځپليو سيمو كښې اولس ته د هر ممكن مرستی و آسانیو وركولو لپاره د ټولو وسائلو كارولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د اين ډي اېم اے چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك د خالي په …

 

اسلام آباد 15 اګست  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اين ډي اېم اے ته اړوندو صوبائي ادارو او پي ډي اېم ايز سره د موثر رابطی كولو او سېلاب  ځپليو سيمو كښې اولس ته د هر ممكن مرستی و آسانیو وركولو لپاره د ټولو وسائلو كارولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د اين ډي اېم اے چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك د خالي په ورځ وليدل۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر كښې د اے آئي  او جديد ټيكنالوجي کارونه ستائيلو سره سپارښتنه وكړه چې سېلاب ځپليو سيمو كښې دې اولس ته هر ډول ممكن مرسته او آسانیو وركولو لپاره ټول وسائل وكاورلې شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف اين ډي اېم اے ته اړوندو صوبائي ادارو او پي ډي اېم ايز سره د موثر رابطے كولو سپارښتنه هم وكړه۔ د اين ډي اېم اے چيئرمېن وزيراعظم د هېواد موسمياتي صورتحال،په خاص توګه د پشكال بارانونو ترمخه د سېلاب صورتحال په اړه خبر كړو۔ده وزيراعظم په سېلاب ځپليو سيمو كښې امدادي هلو ځلو او د ځپليو بحالۍ لپږاره د شوو اقداماتو څخه ههم خبر كړو۔ده ووئيل د وفاقي حكومت په مرسته خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او آزاد  كشمير كښې د اين ډي اېم اے د اړخه سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي كارروائي رواني دي۔