اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د سوئیلی كوريا صدر لي جے ميونګ، حكومت او اولس له د هغوي په قامي ورځ او د آزادۍ په ورځ مباركي وركړه۔د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت په خپله چیټي كښې دا خبره رامخې ته كړه چې پاكستان د سوئیلی كوريا سره د ملګرتيا …
صدر مملكت آصف علي زرداري د سږئیلی كوريا قيادت له د هغوي په قامي ورځ مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د سوئیلی كوريا صدر لي جے ميونګ، حكومت او اولس له د هغوي په قامي ورځ او د آزادۍ په ورځ مباركي وركړه۔د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت په خپله چیټي كښې دا خبره رامخې ته كړه چې پاكستان د سوئیلی كوريا سره د ملګرتيا خپلي اړيكي مهمي ګټي۔ده ووئيل د تيرو څو لسيزو راهسې په شريك باور،نزدې مرسته او په دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه رابطو اډانه زمونږ اړيكي پرله پسې زياتيږي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د دې باور څرګندونه وكړه چې دواړه هېوادونه به د شريكې خوښې په څانګو كښې پشمول سياسي رابطو، تجارت، سرمايه كارۍ او اولسي كچه رابطو كښې مرسته زياتوي۔ صدر مملكت ووئيل د دواړو هېوادونو اولس شريكو ګټو لپاره دوه اړخيزه شراكت داري لا زياتولو لپاره د جنوبي كوريا قيادت سره په ګډه د كار كولو خوښي لرو۔









