د هېواد پرمختګ، سوكالۍ او روښانه سباؤن لپاره د ځوانانو تعليم، تربيه او كردار سازۍ ته اړتيا ده۔ د وزيرِاعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن

  اسلام آباد 15 اګست  (اے پي پي) د وزيرِاعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ووئيل ځوانان د پاكستان قيمتي اثاثه ده او د هېواد پرمختګ، سوكالۍ او روښانه سباؤن لپاره د ځوانانو تعليم، تربيه او كردار سازۍ ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څركندونه ده د جشنِ آزادۍ په لړ كښې دانش سكول اسلام آباد كښې دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔دستوره د تلاوتِ …

 

اسلام آباد 15 اګست  (اے پي پي) د وزيرِاعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ووئيل ځوانان د پاكستان قيمتي اثاثه ده او د هېواد پرمختګ، سوكالۍ او روښانه سباؤن لپاره د ځوانانو تعليم، تربيه او كردار سازۍ ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څركندونه ده د جشنِ آزادۍ په لړ كښې دانش سكول اسلام آباد كښې دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔دستوره د تلاوتِ كلامِ پاك څخه پيل شوه،دې نه پس قامي سرود وغږولې شو او د بيرغ هسك كولو دستوره وشوه۔دستوره كښې زدكونكو د 14 اګست په مناسبت سره اردو او انګريزۍ ژبو كښې تقريرونه وكړل دغسې ملي نغمو دستوره كښې قومي يووالې، حب الوطني او پاكستان سره جذبه نوره هم رامخې ته كړه كوم چې ګډون كونكو وستائيله۔په دې موقع  د وزيرِاعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن ووئيل زمونږه د مشرانو د لويو قربانو په نتيجه كښې دا هېواد ترلاسه شوے۔ده ووئيل ځوانان د پاكستان قيمتي اثاثه ده او د هېواد پرمختګ، سوكالۍ او روښانه سباؤن لپاره د ځوانانو تعليم، تربيه او كردار سازۍ ته اړتيا ده۔ده د دانش سكولز منصوبے په اړه د وزيرِاعظم پاكستان وژن او د هغې په بنيادي مقصد رڼا واچوله۔ د دانش سكول اسلام آباد پرنسپل محمد اصغر ملك دستوره كښې د ګډون كونكو ميلمنو مننه وكړه۔په دې موقع د يادګار و اعزاز  په توګه رانا مشهود احمد خان له اعزازي شيلډ هم وركړې شو۔