اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيې په پاكستان كښې هائي كمشنر جين ميريټ د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيرِاعظم د پاكستان او برتانيې اړيكو كښې مثبت پيش رفت ستائيلو سره منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم په موقع د برتانيې خارجه وزير ايډ ملي بينډ سره د خپل اوسني ملاقات حواله …
نائب وزيرِ اعظم سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ملاقات
اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيې په پاكستان كښې هائي كمشنر جين ميريټ د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيرِاعظم د پاكستان او برتانيې اړيكو كښې مثبت پيش رفت ستائيلو سره منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم په موقع د برتانيې خارجه وزير ايډ ملي بينډ سره د خپل اوسني ملاقات حواله وركولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعليٰ پائې رابطو تسلسل ته اړتيا ده۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو او دوه اړخيزه مرسته د لا زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال په اوسني سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبري وشوي۔ نائب وزيرِاعظم ووئيل اسلام آباد مفاهمتي يادداښت د ډلو د اړخه د هغې د روح له مخې بشپړه عمل درآمد ته اړتيا ده۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې زيرِ التوا مسئلو حل لپاره خبري اتري او سفارت كاري مخ په وړاندې تلو لپاره يواځنۍ لاره ده۔ د برتانيې هائي كمشنر د پاكستان د آزادۍ ورځ مباركي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔











