اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره سويډن لپاره د پاكستان نامزد سفير احمد امجد علي وليدل۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د پاكستان او سويډن ترمينځه اقتصادي اړيكي لا قوي كولو او په خاص توګه تجارت، سرمايه كاري، ټيكنالوجي،د تجديد وړ توان، زراعت، تعليم او هنرمندۍ ودي په څانګو كښې په مرسته زياتولو …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره سويډن لپاره د پاكستان نامزد سفير احمد امجد علي وليدل
اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره سويډن لپاره د پاكستان نامزد سفير احمد امجد علي وليدل۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د پاكستان او سويډن ترمينځه اقتصادي اړيكي لا قوي كولو او په خاص توګه تجارت، سرمايه كاري، ټيكنالوجي،د تجديد وړ توان، زراعت، تعليم او هنرمندۍ ودي په څانګو كښې په مرسته زياتولو زور راوړو۔ ده نامزد سفير ته د كاروباري ادارو ترمينځه رابطو ته ودي وركولو، سرمايه كارۍ كښې آسانۍ وركولو او په اولسي كچه رابط زياتولو لپاره د فعاله كردار ترسره كولو سپارښتنه وكړه۔ده په خاص توګه پاكستاني زدكونكو او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره قونصلر خدمات مؤثره او په وخت باوري كولو په ضرورت هم زور راوړو۔











