اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د هېواد شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو او د معرکهٔ حق" په ياد كښې د جوړ كړې شوې يادګارِ فتح پرانسته بېګا د پروقار دستورې په مهال شوې٬ په دستوره كښې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ،نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني، سپيکر سردار اياز …
شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو او د معرکهٔ حق په ياد كښې د جوړ كړې شوې “يادګارِ فتح” پرانسته
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د هېواد شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو او د معرکهٔ حق” په ياد كښې د جوړ كړې شوې يادګارِ فتح پرانسته بېګا د پروقار دستورې په مهال شوې٬ په دستوره كښې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ،نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني، سپيکر سردار اياز صادق، سروسز چيفس، وفاقي وزيرانو غېر ملكي سفيرانو٬ د پنجاب او خېبر پښتونخوا ګورنرانو٬ د پنجاب وزيراعلي، پارلماني غړو او سول او عسكري چارواكو ګډون كړې او صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف په دستوره كښې د خاص مېلمنو په توګه ګډون كړې۔ د ستورې په پېل كښې د ملټري بينډ لخوا قامي سرود وغږولې شو او د “يادګارِ فتح” د هېواد شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو او په مئي كښې هند سره لنډې پوځې شخړه كښې د پاکستان د كاميابئ په ياد لمانځلو لپاره جوړ كړې شوې۔ د پرانستې دستورې په موقع “داستانِ عشقِ وطن: معرکهٔ حق” په سرخط لائټ اينډ ساؤنډ شو هم وړاندې كړې شوې چې پكښې د پروجيکشن ميپنګ د لارې په يادګار نېغ په نېغه مناظر وړاندې كړې شوه۔ په دستوره كښې يو دستاويزي هم وښودلې شو چې پكښې د يادګار فتح په جوړولو كښې شامل غېر معمولي ډله او د يادګار جوړولو د پېل نه تر بشپړېدو د اته مياشتو په سفر رڼا واچولې شوه۔ په دستاويزي فلم كښې وښودل شول چې په يادګار كښې پنځه محرابونه جوړ كړې شوې دي كوم چې د اسلام د پنځه اركانو علامت دي او دا محرابونه د پاكستان د پنځو ستنو نمائندګي هم كوي چې پكښې حکومت، عسکري قوت، ميډيا، اولس او قامي نظريه شامله ده٬ د يادګار ډيزائن د پاک پوځ د دريو واړو سروسز يعني زمكيز پوځ، پاك فضائيه او پاك بحريه سره سره دفاع او د خلائي جنګ هم عکاسي کوي۔ پرانستې دستوره كښې د پاك فضاۓه جنګي الوتكو شاندار فضائي مظاهره هم وړاندې كړې او او د شپې ئې په آسمان فليئرز پرېښودل۔ د دستورې په پائي كښې صدر مملکت آصف علي زرداري٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير لخوا قامي بېرغ هسك كولو دستوره وشوه٬ په دې د آتش بازي شاندار مظاهره وشوه او د دې په پس منظر كښې قامي سرود هم وغږولې شو









