د آزادۍ ورځ په موقع مونږ د تحريکِ پاکستان مشرانو او کارکنانو ته سلام وړاندې كوٶ۔ نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د آزادۍ ورځ د خوشحالو په موقع وئيلي دي چې زه د پاکستان اولس، بهر مېشته خپلو مينه والو او د دې تاريخي ورځ په خوشحالو كښې شريكو ټولو كسانو ته د زړه د كومي مباركي وركوم او هغوي ته نېكي هيلې وړاندې كوم٬ د ازادۍ ورځ لمانځلو سره مونږ قائدِ اعظم محمد علي …

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د آزادۍ ورځ د خوشحالو په موقع وئيلي دي چې زه د پاکستان اولس، بهر مېشته خپلو مينه والو او د دې تاريخي ورځ په خوشحالو كښې شريكو ټولو كسانو ته د زړه د كومي مباركي وركوم او هغوي ته نېكي هيلې وړاندې كوم٬ د ازادۍ ورځ لمانځلو سره مونږ قائدِ اعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ د چا د بصيرت افروز قيادت، غير متزلزل عزم جلا وطن لپاره د پوخ تړون خواهش په حقيقت كښې بدل كړې۔ د آزادۍ ورځ په موقع نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل د آزادۍ ورځ په موقع مونږ د تحريکِ پاکستان قائدينو او کارکنانو ته سلام وړاندې كوٶ ٬ د چا شجاعت، جذبې او بې لوث قربانو زمونږ د آزاد رياست بنياديں اېښې۔ ده ووئيل چې د آزادۍ نه تر اوسه پاكستان د وحدت٬ ايمان او نظم و ضبط لازوال اصولو په رڼا كښې په بېلو څانګو كحئ ځانګړې پېشرفت كړے دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې په سږني كال مونږ سعودي عرب او ترکيه سره تاريخي “مکه مشترکه دفاعي تړون” لاسليك كړے٬ دا لوظنامه تزويراتي مرسته زياتولو٬ اجتماعي سلامتيا مضبوطولو او د امن او امان رامخې ته كېدونكې سيمه ايز او نړيوالو چيلنجونو مخه نيولو لپاره زمونږ د مشتركه عزم عكاسي كوي۔ مونږ د “معرکه حق” وړومبۍ سالګرې لمانځلې چې پكښې په كال 2025 كښې د هند د جارحيت په ضد د پاکستان سخت او كامياب ځواب ياد تازه كړې شوې۔ ده ووئيل چې ھغه ټولو شهيدانو او غازيانو ته سلام وړاندې كوم چا چې د خوږ هېواد دفاع او د هېواد امن و استحکام لپاره د پولو دننه او بهر د رامخئ ته دښمانانو د خطرو مقابله كولو سره لازوال قربانۍ وركړې دي ۔ ټول قام پاك پوځ سره لكه د غره ولاړ دے او د دوي د خدماتو او قربانيو معترف دے ۔ ده ووېيل چې پاکستان د کشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د دوي په جائز هلو ځلو كښې٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د اړوند قراردادونو له مخې خپل اصولي اخلاقي او سفارتي ملاتړ د جاري ساتلو په عزم ولاړ دے۔ ده ووېيل د آزادۍ د خوشحالو په ورځ راځئ چې مونګ د ھغه نظرياتو تجديد وكړو كوم چې د پاکستان د تخليق سبب جوړ شوي٬ راځئ چې مونږ خپلې ادارې مضبوطې، ملي وحدت په ځائ وساتو٬د خپل اولس صلاحيتونه وكاروٶ او راتلونكي كول لپاره يو مضبوط، خوشحال او د سوله ايز پاکستان تعميرولو لپاره د خپل اجتماعي عزم پخلئ وكړو

مزید خبریں