د پاکستان د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلے شي٬ پاكستان په منطقه كښې د استحکام ضمانت جوړ شوې۔ د وزير اعظم محمد شهباز شريف د يادګار فتح پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په معرکه حق كښې په شاندار کاميابۍ پاك پوځ او قام له مباركي وركولو سره ووئيل چې د پاکستان د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلے شي٬ پاكستان په منطقه كښې د استحکام ضمانت جوړ شوې، ټولي نړۍ ته د معرکه حق پيغام رسولې شوې دے، كه چا په هېره هم د پاكستان خپلواكي او سلامتيا چېلنج كړه نو …

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په معرکه حق كښې په شاندار کاميابۍ پاك پوځ او قام له مباركي وركولو سره ووئيل چې د پاکستان د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلے شي٬ پاكستان په منطقه كښې د استحکام ضمانت جوړ شوې، ټولي نړۍ ته د معرکه حق پيغام رسولې شوې دے، كه چا په هېره هم د پاكستان خپلواكي او سلامتيا چېلنج كړه نو د دې څخه زيات طاقت سره به سخت ځواب وركولې شي، د پاکستان يو څاڅكې اوبه زمونږ ريډ لائن دے، هند كه په لاره نشو نو نېغ په نېغه ځواب به وركوٶ، د  فلسطينيانو او کشميريانو د خپلواكۍ حق ملاتړ به جاري ساتو، افغانستان دې خپله خاوره د ترهګرو ژالې جوړېدو لاره ونيسي٬ امن كښې دې هم قام د وحدت جذبه ژوندۍ وساتي۔ ده دا خبرې تيره شپه د ملي وحدت، يووالي او د وطن د دفاع د مصمم عزم علامت “يادګار فتح” پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د يادګار فتح پرانسته وكړه۔ په دې موقع چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز  فيلډ مارشل سيد عاصم منير ،نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني، سپيکر سردار اياز صادق، سروسز چيفس، وفاقي وزيرانو غېر ملكي سفيرانو٬ د پنجاب او خېبر پښتونخوا ګورنرانو٬ د پنجاب  وزيراعلي، پارلماني غړو او سول او عسكري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل ټول قام ته د جشن آزادي مباركي وركوم٬ مونږ د الله پاك په دربار كښې سر په سجده يو چې مونږ له ئې آزاد هېواد راكړې٬ زمونږ مشرانو آزادۍ لپاره بې مثال قربانۍ وركړې دي۔ وزيراعظم ووئيل يادګار فتح زمونږ د عزم و همت٬ د پاك پوځ د پوهې او بريا علامت دے۔ وزيراعظم په معرکه كښې په عظيم کاميابي د زړه د خلاصه قام له مباركي وركولو سره ووئيل چې  په دې كاميابۍ فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته پېرزوئنې وړاندې كوم٬ چا چې دښمن ته سخت ځواب وركولو سره د ھغوي كبر خاورې كړې٬ دامعرکه د تاريخ نه هېرېدونكې باب دے۔ ده ووئيل چې د معرکه حق په کاميابۍ كښې پاک فضائيه او د پاک بحريه مشرانو په قيادت كښې د ځواكونو كردار د ستائنې وړ دے ٬ په اته مياشتو كښې د يادګار فتح شاندار تعمير د فيلډ مارشل د ذاتي دلچسپۍ نتيجه ده، دا يادګار فتح د ملي وحدت علامت دے۔ ده واضح كړه چې مونږ امن غواړو خو د امن زمونږ خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي۔ ۔ ده ووئيل چېكه چا په هېره هم د پاكستان خپلواكي او سلامتيا چېلنج كړه نو د دې نه زيات طاقت سره به سخت ځواب وركولې شي، د پاکستان يو څاڅكې اوبه زمونږ ريډ لائن دے، هند كه په لاره نشو نو نېغ په نېغه ځواب به وركوٶ، د  فلسطينيانو او کشميريانو د خپلواكۍ حق ملاتړ به جاري ساتو، افغانستان دې خپله خاوره د ترهګرو ژالې جوړېدو لاره ونيسي٬ امن كښې دې هم قام د وحدت جذبه ژوندۍ وساتي۔ ده ووئيل چې پاکستان د فلسطينيانو حقونو لپاره پخپل اصولي موقف ولاړ دے٬ د فلسطين مسئلې منصفانه حل  او تل پاتې امن لپاره به خپل ملاتړ جاري ساتو٬ په کشمير زمونږ موقف په سپينو ټكو دے٬ مونږ د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتو۔ وزيراعظم ووېيل چې افغانستان كښې امن او استحكام غواړو خو د افغانستان خاوره ترهګرۍ لپاره استعمال ناقابل برداشت ده٬ مونږ ګاٶنډيانو او ګاٶنډي به يو٬ افغان قيادت ته د زړه د خلاصه مشوره وركوٶ چې خپله خاوره د ترهګرو پټنځايونو جوړېدو لارې دې ونيولې شي۔  وزير اعظم ووئيل چې د چين او پاکستان دوستي د هماليه نه جګه او چټان نه زياته مضبوطه ده۔ چين په هره سخته كښې پاكستان سره ولاړ دے۔ ده ووېيل پاك و هند جنګ كښې د صدر ټرمپ کردار د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل په راتلونكي وخت كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔ ده سعودي عرب، قطر، کويت ، ترکيه، آذربائيجان او نورو اسلامي هېوادونو د مرستې مننه كولو سره ووئيل چې دوي سره زمونږ كښې وده كوي۔ ده ووئيل د جنګ په څېر د امن په مهال دې هم قام د وحدت څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل چې يادګار فتح په ظاهره ساکت په نظر راتلونكې ستن د قامي جذبه تعمير ترجماني كوي٬د تعمير دا جذبه نن د ټولو په څېرو په نظر راځي او زمونږ د روښانه سباون نويد دے

مزید خبریں