اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې يادګار فتح په معرکه حق كښې د كاميابۍ، د شهيدانو او غازيانو لازوال داستان دے، د فيلډ مارشل سيدعاصم منير په قيادت كښې پاك پوځ هند ته عبرتناك ماتې وركړے٬ نړيوال امن او استحکام لپاره د پاکستان د کردار نړۍ معترف ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره شپه د يادګار فتح پرانستې دستورې ته …
يادګار فتح په معرکه حق كښې د كاميابۍ، د شهيدانو او غازيانو لازوال داستان دے، د صدر مملکت آصف علي زرداري د يادګار فتح پرانستې دستورې ته وېنا
اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې يادګار فتح په معرکه حق كښې د كاميابۍ، د شهيدانو او غازيانو لازوال داستان دے، د فيلډ مارشل سيدعاصم منير په قيادت كښې پاك پوځ هند ته عبرتناك ماتې وركړے٬ نړيوال امن او استحکام لپاره د پاکستان د کردار نړۍ معترف ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره شپه د يادګار فتح پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف، چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ،نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني، سپيکر سردار اياز صادق، سروسز چيفس، وفاقي وزيرانو غېر ملكي سفيرانو٬ د پنجاب او خېبر پښتونخوا ګورنرانو٬ د پنجاب وزيراعلي، پارلماني غړو او سول او عسكري چارواكي هم موجود وو۔ صدر مملکت ووئيل چې د چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په قيادت كښې پاك پوځ هند ته عبرت وړ ماتې وركړے، يادګار فتح په معرکه حق كښې كاميابۍ، د شهيدانو او غازيانو لازوال داستان دے ۔ ده ووئيل چې د امن په عمل كښې نړۍ سره يو٬ نړيوال امن او استحکام لپاره د پاکستان د کردار نړۍ معترف ده۔ صدر مملکت ووئيل چې د امريكې او ايران په جنګ بندۍ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل، نائب وزيراعظم او داخله وزيراهم كردار لوبولے دے، نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په نړۍ كښې امن او خوشحالي لپاره بشپړه كردار لوبوٶ، امريکا هم نړيوال امن لپاره د فيلډ مارشل د هلو ځلو معترف ده٬ صدر ټرمت دے بهترين فيلډ مارشل ګرځولے دے، د اسلامي هېوادونو وحدت لپاره د پاکستان كردار اهم دے، شهيد ذوالفقار علي بھټو هم په اسلامي كنفرنس كښې په ګرده نړۍ كښې اسلامي مشران راجمع كړې ٶ٬ مونږ مخكښې هم كامياب ٶ او بيا لپاره به هم بريالي يو۔ صدر مملکت ووئيل چې مکه مشترکه دفاعي تړون هم د وزيراعظم محمد شهباز شريف٬ نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د هلو ځلو ثمر دے٬ څوك هم جنګ نه غواړي ځكه چې جنګونو څخه يوازې تباهي راځي، پاکستان په نړۍ كښې د امن هلو ځلو كوونكو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل چې د “اکھنډ بھارت” خبره كوٶنكي دا هېر كړي چې مونږ مسلمانان يو او اسلام برداشت درس وركوي۔ ده د فلسطين او غزه ذکر كولو سره ووېيل چې په غزه كښې نسل کشي په هېڅ صورت كښې د قبلېدو وړ نه ده٬ د ګريټر اسرائيل خوب به كله رښتيا نه شي، آزاد فلسطيني رياست د قائداعظم محمد علي جناح خواب ٶ او مونږ د ھغوي خوب رښتيا كولو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئيل مونږ له خپل راتلونكي كول روښانه سباٶن لپاره بشپړه اقدامات كول دي،سماجي څانګې په خاص توګه تعليم ته به پام كول وي۔









