د قائداعظم د بصيرت لرونكي قيادت، د پلار نيكه قربانیو او د آزادۍ د غورځنګ مشرانو د غېر متزلزل عزم او د الله پاك په فضل سره د آزاد مملکت خوب رښتيا شو۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف  په هېواد كښې او بهر  مشته ټولو په هیواد مئینو له د زړه له کومي د آزادۍ ورځې مباركي وركولو سره ووئيل د قائداعظم د  بصيرت لرونكي قيادت، د پلار نيكه قربانو او د آزادۍ د غورځنګ مشرانو د غېر متزلزل عزم او د الله پاك په فضل سره د آزاد مملکت خوب رښتيا شوے، پاکستان د ازمیښتونو  باوجود …

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف  په هېواد كښې او بهر  مشته ټولو په هیواد مئینو له د زړه له کومي د آزادۍ ورځې مباركي وركولو سره ووئيل د قائداعظم د  بصيرت لرونكي قيادت، د پلار نيكه قربانو او د آزادۍ د غورځنګ مشرانو د غېر متزلزل عزم او د الله پاك په فضل سره د آزاد مملکت خوب رښتيا شوے، پاکستان د ازمیښتونو  باوجود ځالانده سباون پلو روان دے٬ ده ووئیل زمونږ صلاحيته لرونکی ځوانان، هنر مند افرادي قوت، بهترين وظيفاېي پوهان،محنتي کرونده ګر او خواري كښ د هېواد او قام د روښانه سباٶن ضامن دي، ده ووئیل حکومت د تېرو دوه نيمو كالو په مهال سخت پړاٶنه سر كولو سره د مستحکم معيشت هدف ترلاسه كړے دے٬ زمونږ مېړنو ځواكونو په هره سخته كښې د دښمن د هر وار ځواب وركولو سره د مورني هېواد دفاع ناقابل تسخير ثابت کړی ده، ده ووئی پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه په مکه مکرمه كښې دفاعي لوظنامه په منطقه كښې د پاکستان زياتېدونكې تزويراتي کردار او د رامخې ته كېدونكي قوت څرګندونه ده، راځۍ چې د خپل قامي عزم تجديد وكړو چې مونږ به په ګډه  د پاکستان پرمختګ و سوكالۍ، امن و استحکام او شريكې همغږۍ لپاره په بشپړه ډول كار وكړو او  د هېواد سلامتیا٬ د قامي مفادات تحفظ او ودې لپاره ګټور كار وكرو۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د آزادۍ په ورځ 14 اګست 2026ء په اړه جاري خپل پېغام كښې ده ووئيل د هېواد د ازادۍ په 79 كالو ترسره كېدو ټولو مينه والو له د زړه د خلاصه مباركي وركوم، د الله پاك شکر دے چې مونږ له ئې د پاكستان په صورت كښې د آزادۍ نعمت راكړے، دا خبره زمونږ لپاره د عزت او وياړ ده  چی د آزادۍ په هلو ځلو كښې  د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح، مفکر پاکستان و شاعر مشرق علامه محمد اقبال او يو شمېر عظيم و بې مثله مشران شامل وو ٬ نن مونږ د قام په حېث د تحريک آزادي قائدينو، کارکنانو او د ملت اسلافو ته سلام وړاندې كوٶ٬ ده ووئیل  د قائداعظم بصيرت لرونكي قيادت، د پلار نيكه قربانیو او د آزادۍ د غورځنګ مشرانو د غېر متزلزل عزم او د الله پاك په فضل سره د آزاد مملکت خوب رښتيا شوے، ده ووئیل پاکستان د ازمیښتونو  باوجود ځالانده سباون پلو روان دے٬ زمونږ باصلاحيته ځوانان، هنر مند افرادي قوت، بهترين وظيفاېي پوهان،محنتي کرونده ګر او خواري كښ د هېواد او قام د روښانه سباٶن ضامن دي، ده ووئیل حکومت د تېرو دوه نيمو كالو په مهال سخت پړاٶونه سر كولو سره د مستحکم معيشت هدف ترلاسه كړے دے٬ زمونږ مېړنو ځواكونو په هره سكته كښې د دښمن د هر وار ځواب وركولو سره د مورني هېواد دفاع ناقابل تسخير ثابت کړی ده، د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه په مکه مکرمه كښې دفاعي لوظنامه په منطقه كښې د پاکستان زياتېدونكې تزويراتي کردار او د رامخې ته كېدونكي قوت څرګندونه ده، ده ووئیل راځۍ چې د خپل قامي عزم تجديد وكړو چې مونږ به په ګډه  د پاکستان پرمختګ و سوكالۍ، امن و استحکام او شريكې همغږۍ لپاره په بشپړه ډول كار كوو او د هېواد سلامتیا د قامي مفاداتو تحفظ او ودې لپاره به ګټور كار وكرو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستانو  د تېرو ټولو ستونزو باوجود د ژوند په هره څانګه كښې د خپلو خداداد صلاحيتونو په سبب كاميابۍ ترلاسه كړې دي،د وطن دفاع و معيشت، صنعت و حرفت، عدليه، ميډيا، لوبو، تعليم و هنر، علماء، دانشورانو. استاذانو، سائنسدانانو .  و كروندګرو  او د عصر حاضر د جديد څانګو  پشمول د پاكستان ناريناٶ او زنانو په خپلو هلو ځلو سره د عزم و همت باب رقم كړے دے، وزيراعظم ووئيل  پاکستان پخپل مېړني پوځ فخر كوی، په معركه حق كښې پاك پوځ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د وحدت٬ عزم او د بې مثاله بهادرۍ څرګندونه كولو سره د خوږ هېواد د دفاع او سرلوړۍ نوې تاريخ رقم كړے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د خپلې دفاع  او آبي وسائلو پشمول د قامي مفادات تحفظ لپاره د هر ډول قربانۍ نه درېغ نه كوي، نن پاكستان په  نړۍ كښې يو مضبوط، پرعزم، باوقار او د امن د توانا غږ په توګه پېژندلې كېږي۔ ده ووئيل  د منطقې سخت او چيلنجنګ سيمه ايز صورتحال كښې پاکستان د يو ذمه وار او په منطقه كښې د استحکام ضامن هېواد په توګه رامخې ته شوے څوك چې امن، استحکام او د سيمې ايز مرستې وده كښې ګټور كردار لوبوي۔ ده ووېيل پاکستان د مظلوم فلسطيني اولس او د جمو و کشمير خپلو ورورڼو خوېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او دوي لپاره د خپل غير متزلزل اصولي ملاتړ پخلې كوي، په سوئيلي اسياء كښې د تل پاتې امن ضمانت د جمو و کشمير د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د نړيوال قوانين او د كشميری اولس د هيلو له مخئ په سفارتي حل كښې مضمر دے۔ وزيراعظم ووئيل  د آزادۍ په ورځ قام خپلو ټولو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې خوږ هېواد لپاره قربانۍ وركړي٬ ټول قام د مېړنو ځواكونو٬ قانون نافذ کوٶنكو ادارو د زړه ورو ځوانانو٬ غازيانو او د ټولو شهيدانو مقروض دے  چا چې د قام د سباون په خاطر خپل ځانونه قربان كړي، راځۍ چې په نننۍ ورځ د خپل قامي د عزم تجديد وكړو چې د پاکستان پرمختګ و خوشحالۍ، امن و استحکام او شريكې همغږۍ او وحدت لپاره به په بشپړ ډول كار كوٶ،ده ووئیل  نن زه د ټول قام پشمول ټولو طبقو او سياسي ګوندونو ته د زړه د خلاصه وړاندېز كوم چې راشئ يو شۍ چې د هېواد سلامتیا، د قامي مفادات تحفظ او ودې لپاره ګټور كار وكړو، الله تعاليٰ دې پاكستان په نړۍ كښې د عزت و وقار علامت جوړ کړي. آمين

مزید خبریں