څوارلسم اګست د ھغه قربانيو د يادولو ورځ ده  چې په سبب ئې د پاكستان آزادي ممكن شوی۔ د صدر آصف علي زرداري د آزادۍ ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان 79مې آزادۍ ورځ په موقع په هېواد کښی  او بهر مېشته ټولو پاکستانيانو ته مباركي وركولو سره ووئيل  14م اګست ھغه ورځ ده كله چې مونږ ھغه قربانۍ رايادوٶ چې په سبب ئې د پاكستان وجود  ممكن شوے۔ صدر مملکت د آزادۍ ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل مونږ د قائداعظم محمد علي جناح، د …

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان 79مې آزادۍ ورځ په موقع په هېواد کښی  او بهر مېشته ټولو پاکستانيانو ته مباركي وركولو سره ووئيل  14م اګست ھغه ورځ ده كله چې مونږ ھغه قربانۍ رايادوٶ چې په سبب ئې د پاكستان وجود  ممكن شوے۔ صدر مملکت د آزادۍ ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل مونږ د قائداعظم محمد علي جناح، د تحريک پاکستان مشرانو٬ كاركنانو او ھغه ټولو خلقو ته پېرزوئنې وړاندې كوو چا چې آزاد وطن ترلاسه كولو لپاره خپل كورونه تر دې چې خپل روزګارونه پرېښي۔ ده ووئيل آزادي يوازې يوه تاريخي كاميابي نه ده بلكې يوه ذمه واري هم ده كومه چې ھرې پېړۍ له مخ په وړاندې بوتلل دي،ده ووئیل  د اولس د جمهوري خواهش په نتيجه كښې جوړ شوے پاكستان لا قوي كول، محفوظ او خوشحاله جوړول دي۔ ده ووئيل  معرکه حق دا ثابته كړې ده چې پاکستان  امن له خوښي لري خو د خپلواكۍ او قامي مفادات د دفاع عزم او صلاحيت هم لري۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل د طاقت اصل سبق د ذمه وارۍ سبق دے، كوم هېوادونه چې خپله دفاع كولې شي ھغوي له خپل طاقت د شخړو نه بچ كېدو٬ د امن تحفظ او د خپل اولس مفادات لپاره بايد وكاروي۔ ده ووئيل  نن چې مونږ ته كوم امن او استحكام ترلاسه دېے دې لپاره لويې قربانۍ وركړې شوې دي۔ صدر مملکت ووئيل  د  آزادۍ  په دې ورځ مونږ خپلو وسله والو ځواكونو، قانون نافذ کوٶنكو ادارو او د پوليس شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ او د دوي د كورنيو قربانيو ته هم سلام كوٶ، د دوي بهادرۍ او عزم د بهرني یرغل او ترهګرۍ خطر څخه زمونږ د قام په تحفظ كښې مهم كردار لوبولے دے، ده ووئیل د پاکستان قام د دوي د خدماتو د زړه د کومی مننه كوي۔ ده ووئيل دا وخت په هېواد كښې دننه چارږ ته د پام او ھغه كارونو ته هم د پام ګرځولو  دے كوم چې به د پاکستان د سباٶن تعين كوي٬ مونږ له به خپل معيشت قوي كول وي، ځوانانو لپاره به زياتې موقعې ذاپېدا كول وي٬ تعليم او سكل به بهتر كول وي او ګورننس، معيشت او په معاشره كښې د اصلاحاتو د لارې به ادارې قوي كول وي دغسې چې د پرمختګ او جمهوريت خواږه د هېواد هرې برخې او طبقې ته ورسولې شي۔ صدر مملکت د هند په غېر قانوني  تسلط كښې د جمو و کشمير اولس سره هم د يووالي پخلې كولو سره ووئيل د دوي حقونو لپاره د دوي د جائز هلو ځلو د ملاتړ دوامداره  ساتلو عزم لرو۔ ده ووئيل  پاکستان به د جمو و کشمير كشالې سوله ايز حل لپاره د کشميريانو د  هيلو او د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو له مخې خپل ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل  په دې موقع زه دا هم واضحه كول غواړم چی د تاريخي اختلافاتو باوجود مونږ تل افغانستان د ملي خپلواكۍ احترام او ملاتړ كړے دے او هغوي څخه هم د داسی  رويې توقع لرو، دا خبره د افسوس وړ ده چې د افغانستان موجوده عبوری حکومت ترهګرو ډلو ته خپله خاوره د استعمالولو او د پاكستان پشمول د ګاٶنډي هېوادونو په ضد د بريد كولو اجازه وركوي او د هغوي ملاتړ كوي۔ ده ووظيل دا خبره هم د افسوس وړ ده چې د افغانستان طالبان واکمن د پاکستان وګړو او د امنيتي اهلكارو په ضد د ترهګرۍ په بريدونو كښې هند سره مرسته كوي، ھغوي داسې د امن هلو ځلو  څخه د پاکستان پام اخوا كولو لپاره كوي، كوم چې ټوله نړۍ تسليموي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل زه هغوي خبردارول غواړم چې د پاکستاني اولس په ضد دا ناوړه كارروائۍ بندی كړئ او ټولو له باور وركوم چې پاك پوځ دغې ناوړه عزائمو ته د ماتي وركولو بشپړه صلاحيت لري۔ ده ووئيل د آزادۍ په دې ورځ زه ټولو پاكستانيانو ته غږ كوم چې دوي په هره څانګه كښې كار كوي د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبوۍ۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې د پاکستان حفاظت وكړي، زمونږ اولس ته دی امن او خوشحالي وركړي او زمونږ هېواد قوي كولو او ښه سباون پلو دی زمونږ لارښودنه وكړي۔

مزید خبریں