پاکستان او ناروے د لوړې كچې روابط په ځائ ساتلو له د عزم پخلے٬ د تجارت او سرمايه كارۍ روابطو ته پراختيا وركولو لپاره په تګلارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) پاکستان او ناروے د لوړې كچې روابط په ځائ ساتلو له د عزم پخلې كولو سره  د تجارت او سرمايه كارۍ روابطو ته پراختيا وركولو لپاره په تګلارو د خيالاتو څرګندونه كړې ده چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د بندرځايونو رابطو او د سندري جهاز رانۍ روابط، ناروے لپاره د پاکستان زياتېدونكې آئي ټي او آئي ټي اي ايس برآمداتو او د …

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) پاکستان او ناروے د لوړې كچې روابط په ځائ ساتلو له د عزم پخلې كولو سره  د تجارت او سرمايه كارۍ روابطو ته پراختيا وركولو لپاره په تګلارو د خيالاتو څرګندونه كړې ده چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د بندرځايونو رابطو او د سندري جهاز رانۍ روابط، ناروے لپاره د پاکستان زياتېدونكې آئي ټي او آئي ټي اي ايس برآمداتو او د اوسلو انوويشن ويک په څېر پروګرامونو كښې د پاکستاني كمپنو زياتېدونكې همكاري شامل ده٬ دواړو ډلو تجارتي اړيكو ته لا وده وركولو او د پاکستان او د اي ايف ټي اے ترمېنځه د مشتركې مرستې اعلاميه له مخې د مرستې جاري ساتلو كښې د دلچسپۍ څرګندونه كړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ناروے خارجه وزير ايسپن بارتھ ايدے د دورې په مهال د مشتركه اعلاميه له مخئ دواړه هېوادونه تجارتي روابطه لا زياتولو له سلا كړے ده۔ د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه د ناروے خارجه وزير ايسپن بارتھ ايدے په دريالسم اګست د پاکستان دورہ كړې۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ناروے خارجه وزير  په خارجه وزارت كښې هركلے كړے٬ دواړو مشرانو د پلاويو په كچه تفصيلي مذاكرات كړي۔ دواړو خارجه وزيرانو د دې خبر ذكر كړے دے چې د دا دوره د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه د وړاندې نه جاري د نزدې او مسلسل رابطو تسلسل دے چې پكښې د 13 مارچ او په 7 اپريل شوې ټېلي فوني خبرې هم شاملې دي٬ د كومو په مهال چې په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دواړو خَارجه وزيرانو د لوړې كچې رسمې رابطې په ځائ ساتلو او په شريكو مفادو اډانه همكارۍ ته وده وركولو لپاره د خواهش پخلې وكړو۔ خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه سياسي مشاورت د تګلارې هم جاج واخستو او د دواړو وزارتونو ترمېنځه مسلسل روابطو لپاره يوه اهم ذريعه وګرځوله۔ دواړو ډلو د 14م پړاٶ دوه اړخيزه مشاورت دسمبر 2026ء كښې په اسلام آباد كښې كولو لپاره د عزم تصديق وكړٶ۔ د اقتصادي چارو په اړه دواړو مشرانو تجارت او د سرمايه کارۍ روابطو ته د پراختيا وركولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړهچې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د بندرځايونو رابطو او د سندري جهاز رانۍ روابط، ناروے لپاره د پاکستان زياتېدونكې آئي ټي او آئي ټي اي ايس برآمداتو او د اوسلو انوويشن ويک په څېر پروګرامونو كښې د پاکستاني كمپنو زياتېدونكې همكاري شامل ده۔ پاکستان ناروے ته د ايران-امريکې شخړې په اړه د پاکستان د ثالثۍ د هلو ځلو نه خبر كړو٬ د ناورے لخوا سيمه ايز استحكام لپاره د پاکستان د ثالثۍ ګټور كردار ستائنه وشوه د كومو په  نتيجه كښې چې په 17 جونا كال 2026ء د ډلو ترمېنځه اسلام آباد مفاهمتي يادداښت (ايم او يو) لاسليك شوې او د دې نه وروسته د لوړې كچې د تکنيکي مذاکراتو پېل وشو٬ د ناروے لخوا په منطقه كښې د اړوند ډلو سره د خپلو روابطو نه هم خبر كړې شو او د جاري شخړو سوله ايز او تل پاتې حل لپاره د پاکستان د مسلسل هلو ځلو د ملاتړ پخلې وكړې شو۔ دواړو ډلو د فلسطين په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه او په غزہ كښې د جنګ بندۍ خاتمې لپاره د جاري نړيوالو هلو ځلو ئې هركلے وكړو۔ دواړو ډلو په دې خبره زور راوړو چې ټولې ډلې د د جنګ بندۍ په اړه د خپلو لوظنامه پاسداري وكړي، د انساني مرستې محفوظ، سمدستي او د خنډ نه غېر رسنه دې باوري كړې شي او د دښمنۍ مستقل خاتمې لپاره كار وكړئ۔ دواړو ډلو د نړيوال قانون،د ملګرو ملتونو د منشور او اړوند قراردادونو له مخې د دوه رياستي حل په بنياد د اوږدې مودې او تل پاتې امن لپاره عملي او د كوټلې اقداماتو ملاتړ لپاره پخلې وشو۔ دواړو ډلو د نړيوال قانون او ګڼ اړخيزه نطام لپاره د خپل عزم پخلې وكړو۔ ډلو ګڼ اړخيزه نظام مضبوطولو، د ملګرو ملتونو منشور د اصولو او مقاصدو پاسدارتي او امن و خوشحالۍ، تل پاتې پرمختګ او د بشري حقونو ودې لپاره په مشتركه عزم زور راوړو۔ دواړو ډلو UN80 Initiative  د لارې د ملګرو ملتونو زيات موثره، ځواب وركوونكې او د موجودہ دور تقاضو سره همكاره كولو هلو ځلو ملاتړ لپاره هم د څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ايسپن بارتھ ايدے د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ځان او د خپل پلاوي په تود هركلي او كوربتوب مننه وكړه۔ دواړٶ خارجه وزيرانو د لوړې كچې د مسلسل روابطو د لارې د دواړو هېوادونو ترمېنځه موجوده مثبت رفتار په ځائ ساتلو لپاره سلا