اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ د غنمو چارو په اړه د سټيئرنګ کميټۍ د غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونده كښې د صوبو لخوا د وړاندې كړې شوو مطالباتو په رنا كښې د غنمو شتون او د ضرورتونو جاج واخستولے شو ،کميټۍ د هېواد ضرورتونه …
د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو چارو په اړه د سټېئرنګ كمېټۍ غونډه
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ د غنمو چارو په اړه د سټيئرنګ کميټۍ د غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونده كښې د صوبو لخوا د وړاندې كړې شوو مطالباتو په رنا كښې د غنمو شتون او د ضرورتونو جاج واخستولے شو ،کميټۍ د هېواد ضرورتونه ترسره كولو، د بيعو په فشار كښې كمې كولو او اولس ته ريليف وركولو لپاره لس لكه ټنه غنم درامد كولو لپاره د خپلې پرېكړې پخلې وكړو۔ په غونډه كښې د فوډ سيكورټي وزير٬ د تجارت وزير، د وزيراعظم مرستيال طارق باجوه، د سندھ د خوراك وزير، د پنجاب چيف سيکرټري، د قامي فوډ سکيورټي او د تجارت وفاقي سيکريټريز، د وزيراعظم د فوډ په اړه قامي رابطه کار، اړوندو وفاقي او صوبائي چارواكو او د ټريډنګ کارپوريشن آف پاکستان چارواكو ګډون وكړو۔









