اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ناروے دوه اړخيزه مرستی او په خاص توګه تعلیم، هنرمند افرادي قوت، د موسمیاتی بدلونونو اثرات د مخنيوي صلاحیت او د ټیکنالوجی په څانګو كښې مرسته ستائيلو سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره د پاکستان د خوښۍ لرلو څرګندوني سره د نارویجن کمپنیو له په پاكستان كښې د تيلو او ګاز لټون په څانګه كښې د سرمایه …
وزیراعظم شهباز شریف سره د ناروے خارجه وزير ایسپن بارتھ ایډے وليدل، نارویجن کمپنیو له په پاكستان كښې د تيلو او ګاز لټون په اړه د سرمایه کارۍ بلنه
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ناروے دوه اړخيزه مرستی او په خاص توګه تعلیم، هنرمند افرادي قوت، د موسمیاتی بدلونونو اثرات د مخنيوي صلاحیت او د ټیکنالوجی په څانګو كښې مرسته ستائيلو سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره د پاکستان د خوښۍ لرلو څرګندوني سره د نارویجن کمپنیو له په پاكستان كښې د تيلو او ګاز لټون په څانګه كښې د سرمایه کارۍ بلنه وركړي ده ۔ وزیر اعظم محمد شهباز شریف سره د ناروے خارجه وزير ایسپن بارتھ ایډے د زيارت په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د ناروے خارجه وزير هركلے وكړو او د پاکستان او ناروے ترمينځه د ملګرتيا په اړيكو ئې د اطمینان څرګندونه وكړه۔ده د پاکستان سره د ناروے دوه اړخيزه مرسته او په خاص توګه تعلیم، هنرمند افرادی قوت، د موسمیاتی بدلونونو اثرات د مخنيوي صلاحیت او د ټیکنالوجی په څانګو كښې مرسته وستائيله ده د ناروے سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره د پاکستان د خوښۍ څرګندوني سره نارویجن کمپنیو له په پاکستان كښې د تيل او ګاز په څانګه كښې د سرمایه کارۍ بلنه وركړه۔د سيمه ايز او نړيوال صورتحال په اړه د خبرو په مهال وزیراعظم د فلسطین په مرسته د ناروے قوي او اوصولي موقف په ښه ډول وستائيلو۔ده خلیجی سيمه كښې د امن لپاره د پاکستان د هڅو پرله پسې په حمایت کولو د ناورے مننه وكړه۔د ناروے خارجه وزير په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه وكړه او هغه له ئې د ناروے وزیراعظم جوناس ګهر سټور د اړخه د نيكو هيلو پیغام وروسولو۔ ده د سيمه ايز امن په هڅو كښې د پاکستان مهم كردار ستائيلو سره په بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو كښې د ناروے د خوښۍ لرلو پخلے وكړو۔د ناروے خارجه وزير په خاص توګه ناورے كښې مېشته پاکستانی کمیونټۍ مثبت کردار وستائيلو۔وزیراعظم د ناروے وزیراعظم له د پاکستان سرکاری دوری بلنه وركړه۔په دې موقع نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار، د تجارت وزیر جام کمال خان، د موسمياتي بدلون وزیر ډاكټر مصدق ملك، د سمندر پوري پاكستانيانو وزير چوهدری سالك حسین، د وزیراعظم خاص مرستيال فاطمی او نور اعلیٰ چارواكي هم موجود وو









