اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه له د ځوانانو لپاره پاليسي جوړولو او د هېواد وړومبي قامي يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ جوړولو كښې د غوړه خذمات په اعتراف كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه تعريفي سند وركړے شو۔د آئي ټي وزارت له مخې قامي يوتھ ايمپلائمنټ پاليسي جوړولو او د هغې په منظورۍ كښې شزا فاطمه …
وړومبۍ قامي يوتھ ايمپلائمنټ پاليسي جوړه شوه، د وزيراعظم د اړخه وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه له تعريفي سند وركړے شو
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه له د ځوانانو لپاره پاليسي جوړولو او د هېواد وړومبي قامي يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ جوړولو كښې د غوړه خذمات په اعتراف كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه تعريفي سند وركړے شو۔د آئي ټي وزارت له مخې قامي يوتھ ايمپلائمنټ پاليسي جوړولو او د هغې په منظورۍ كښې شزا فاطمه خواجه په زړه پوري كردار ترسره كړې۔دا پاليسي د ځوانانو لپاره د روزګار، هنرمندۍ او معاشي موقعو پيدا کولو په اړه يو هم قامي اقدام دے۔ شزا فاطمه خواجه پخپل پخواني دور كښې د ځوانانو په اړه پاليسي جوړولو عمل پيل كړے ؤ كومی له چې اوسني حکومت عملي شکل وركړو او د قامي يوتھ ايمپلائمنټ پاليسي منظوري و اجراء ممکن شوه










