د پاکستان ترقي، استحکام او خوشحالۍ لپاره به خپل بشپړ كردار لوبوٶ٬ د آزاد کشمیر د سركاري چارواكو په 79مې آزادۍ ورځ  پېغام

  اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمیر سرکاری چارواكو د پاکستان په 79مې آزادۍ ورځ د پاکستان قام له مباركي وركولو سره وئيلی دی مونږ د آزادۍ جشن په راتګ د هرې طبقې لخوا پاکستان سره د زياتې مينې بشپړه څرګندونه كوٶ٬ د آزاد کشمیر سرکاري چارواكو د قام په نامه خپل پېغام كښې ووئيل 14م اګست كال 1947 مونږ ته د خپلو بزرګانو عظیمی قربانۍ …

 

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمیر سرکاری چارواكو د پاکستان په 79مې آزادۍ ورځ د پاکستان قام له مباركي وركولو سره وئيلی دی مونږ د آزادۍ جشن په راتګ د هرې طبقې لخوا پاکستان سره د زياتې مينې بشپړه څرګندونه كوٶ٬ د آزاد کشمیر سرکاري چارواكو د قام په نامه خپل پېغام كښې ووئيل 14م اګست كال 1947 مونږ ته د خپلو بزرګانو عظیمی قربانۍ رايادوي چې په نتيجه كښې یی پاكستان جوړ شوے۔ دوي ووئيل د پاکستان ترقي، استحکام او خوشحالۍ لپاره به خپل بشپړكردار لوبوٶ۔ دوي ووئيل  د پاکستان، سعودي عرب او ترکیه ترمېنځه د مکه مشترکه دفاعې لوظنامه د دريو واړو هېوادونو د شريك باور، دفاعي مرستی او د اسلامي نړۍ د وحدت مهم علامت ده۔ دوي ووئيل  د کشمیر او پاکستان رشته يوازې تر جغرافیائی حدود محدود نه ده بلكې دوي د تاريخ او مشترکه نظریات په مضبوطه رشته  تړلې دي۔ دوي دعا وكړه چې لوي څښتن دی پاکستان  د امن، ترقۍ او خوشحالۍ مركز جوړ كړي او شين هلالي بېرغ دې تل هسك وساتي