اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د پورټ قاسم اتھارټي بورډ د غونډې مشري كړې چې پكښې د سپورټس پاليسۍ جاج اخستو سره د موجوده قامي و محکمانه تقاضو له مخې په دې د جامع نظرثانۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري امر وكړو چې نظرثاني شوې پاليسۍ كښې د …
وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د پورټ قاسم اتھارټي د بورډ غونډه٬ قامي او د محكمانه تقاضو له مخې په سپورټس پاليسي د نظرثانۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د پورټ قاسم اتھارټي بورډ د غونډې مشري كړې چې پكښې د سپورټس پاليسۍ جاج اخستو سره د موجوده قامي و محکمانه تقاضو له مخې په دې د جامع نظرثانۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري امر وكړو چې نظرثاني شوې پاليسۍ كښې د محکمانه لوبو، د لوبغاړو ترقۍ٬ کوچنګ و تربي، د سپېځلي انتخاب طريقه كار، د لوبو بهترۍ سهولتونو، لوبغارو لپاره مراعات او د اداره جاتي ذمه وارو واضح تعين پلو دې پام وګرځولے شي۔ ده د پاكستان بندرځايونو لپاره د مشتركه سپورټس پاليسۍ تجويز وركولو سره امر وكړو چې د ټېلنټډ لوبغاړو لټون لپاره دې په پورټ قاسم كښئ ‘ټیلنټ هنټ کیمپ’ ولګولی شي۔ په دې موقع د پورټ قاسم اتھارټۍ چیئرمین ریئر ایډمرل (ر) سید معظم الیاس ووئيل اتھارټي به “ملټی سپورټس کمپلیکس” جوړوي چې پكښې به کرکټ، هاکي، بیډمنټن، ټیبل ټینس، سوئمنګ، باسکټ بال، سکواش، اتھلیټکس او د فټ بال سهولتونه شامل وي










