اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د قدرتي افتونو د زیان مخنيوي لپاره د قامي ادارې ( اين ډي ايم اے) په هيډکوارټرز اسلام آباد كښې د نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر(اين اي او سي) دوره وكړه۔ د اين ډي ايم اے ميډيا څانګې له مخې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك او …
وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د اين ډي ايم اے هيډکوارټرز، د نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د قدرتي افتونو د زیان مخنيوي لپاره د قامي ادارې ( اين ډي ايم اے) په هيډکوارټرز اسلام آباد كښې د نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر(اين اي او سي) دوره وكړه۔ د اين ډي ايم اے ميډيا څانګې له مخې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك او د اين ډي ايم اے لوړ پوړو د وفاقي وزيرې هركلے وكړو۔ په دې موقع د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ته د اين اي او سي په چارو او په ټيکنالوجۍ اډانه د جديد ډيزاسټر مينجمنټ په نظام تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔په دی مهال فاقی وزیره د اين ډي ايم اے لخوا د جديد ټيکنالوجۍ د لارې د افتونو پېشګي اطلاع٬ چمتوالي نیولو او د هنګامي رېسپانس اقدامات نه هم خبر كړې شوه۔ دغسی وفاقې وزيرې ته د اين ډي ايم اے په جديد مصنوعي ځیرکتیا د اډانه نظام، د وخت نه وړاندې د خطرو تشخيص او د مخ نیوی په تګلاره ل، نيکسټ جنريشن ټيکنالوجي اقدامات او د رسك کميونيکيشن په مجوزه نظام هم بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د موبائل اين اي او سي او د محفوظ تعميراتي ماډلز هم دوره وكړه٬ دې په قامي كچه د افتونو مخنيوي نظام جديد ټيکنالوجۍ سره همكاره كولو لپاره د اين ډي ايم اے د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د اين ډي ايم اے او د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وزارت شريكه مرسته لا قوي كولو له د عزم څرګندونی سره ووئيل د جديد ټيکنالوجۍ مؤثره استعمال په پاکستان كښې د افتونو د زیان مخنيوي استعداد زیاتولو او په قامي استحکام كښې اضافې لپاره مهم دے۔








