اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ورځ په موقع د پاكستان د وسله والو ځواكونو د هېواد سلامتيا، خپلواكۍ او د پرمختګ د عزم پخلے كول دي۔د آزادۍ ورځ په موقع پيغام وركولو سره د پاك پوځ ځوانانو وئيلي چې وسله وال ځواكونه د هېواد دفاع باوري كولو لپاره په پولو چمتو ولاړ دي،د سختو غريزو لارو نه تر هر محاذ ، د پاك پوځ ځوانان …
اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ورځ په موقع د پاكستان د وسله والو ځواكونو د هېواد سلامتيا، خپلواكۍ او د پرمختګ د عزم پخلے كول دي۔د آزادۍ ورځ په موقع پيغام وركولو سره د پاك پوځ ځوانانو وئيلي چې وسله وال ځواكونه د هېواد دفاع باوري كولو لپاره په پولو چمتو ولاړ دي،د سختو غريزو لارو نه تر هر محاذ ، د پاك پوځ ځوانان د دښمن په وړاندې د اوسپني ديوال په شان ولاړ دي۔وسله والو د امن و امان ، قامي پرمختګ او سكالۍ خواب پوره كحولو لپاره د خپل کردار جاري ساتلو لوظ هم وكړو۔پاك پوځ ځوانانو د دې عزم څركندونه وكړه چې مونږ يواځې د دې خاوري محافظ نه بلکه روښانه سباؤن او خوابونو نګهبان هم يو۔پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره موجود دې او تر آخري ساه پاکستان محفوظ، مضبوط او ناقابلِ تسخير دې۔د پاك پوځ ځوانانو ووئيل دا زمونږ د هېواد پهچان، دفاع زمونږ فرض او د پاکستان خدمت زمونږ فخر دے۔د هېواد د پولو نګهبان او هېواد ناقابل تسخير جوړونكو وسله والو ځواكونو ځوانان د ټول قام فخر دې










