پېنډۍ 12 اګست (اے پي پي) د بلوچستان په ضلع سوراب كښې د بارودي موادو د تيارۍ په مهال چاودنه او د امنيتي ځواكونو د کارروائۍ په نتيجه كښې اته ترهګر مړه٬ يو شمېر ژوبل او د چاٶدنې له مخې نزدې درې وګړي شهيدان شوي۔ د آئی ایس پی آر له مخې د پېښې نه وروسته امنيتي ځواكونو او بلوچستان پولیس مشتركه کلیئرنس آپریشن پېل كړو دغسې چې په پېښه …
د بلوچستان په ضلع سوراب كښې د بارودي موادو د تيارۍ په مهال چاودنه او د امنيتي ځواكونو د کارروائۍ په نتيجه كښې اتلس ترهګر مړه٬ درې وګړي شهيدان

مزید خبریں
پېنډۍ 12 اګست (اے پي پي) د بلوچستان په ضلع سوراب كښې د بارودي موادو د تيارۍ په مهال چاودنه او د امنيتي ځواكونو د کارروائۍ په نتيجه كښې اته ترهګر مړه٬ يو شمېر ژوبل او د چاٶدنې له مخې نزدې درې وګړي شهيدان شوي۔ د آئی ایس پی آر له مخې د پېښې نه وروسته امنيتي ځواكونو او بلوچستان پولیس مشتركه کلیئرنس آپریشن پېل كړو دغسې چې په پېښه كښې ككړ ترهګرو او د دوي د سهولت كارو درك ولګولې شي۔ د آپریشن په مهال د موثره كارروائۍ په مهال لس نور ترهګر ووژل شول۔ د آئی ایس پی آر له مخې په دې پېښو كښې تر اوسه فتنة الهندوستان سره تعلق لرونكې اتلس ترهګر وژلې شوې دي او د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ دوه ځوانان ژوبل شوي۔ آئی ایس پی آر ووېيل چې د قامي ایکشن پلان له مخې به د وفاقی ایپکس کمیټۍ منظور كړې شوې عزم استحکام وژن له مخئ د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوٶنكو ادارو هېواد څخه په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د ترهګرو تر بشپړه خاتمې كارروائۍ جاري وي۔








