د اولني نېشنل يوتھ اېمپلائمنټ پاليسۍ، سکل اېمبېسډر پروګرام او نېشنل پاور سېکټر انووېشن پروګرام اجراء ٬ ځوانان به د ترقۍ سفر كښې شا ته پرېښودلې نه شي: د وزيراعظم شهباز شريف د ځوانانو نړيوالې ورځ مناسبت سره دستورې ته وېنا

  اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اولني نېشنل يوتھ اېمپلائمنټ پاليسۍ، ځوانانو ته د هنر زده كولو نوې موقعې وركولو او دوي په سباٶن كښې جاب مارکيټ لپاره چمتو كولو لپاره د سکل ايمبيسډر پروګرام او د نيشنل پاور سيکټر انووېشن پروګرام اجراء كولو سره وئيلي دي زلمې كول د قام اميد دے، ځوانانو ته د تعليم يو ډول موقعې وركولو نه غېر پرمختګ …

 

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اولني نېشنل يوتھ اېمپلائمنټ پاليسۍ، ځوانانو ته د هنر زده كولو نوې موقعې وركولو او دوي په سباٶن كښې جاب مارکيټ لپاره چمتو كولو لپاره د سکل ايمبيسډر پروګرام او د نيشنل پاور سيکټر انووېشن پروګرام اجراء كولو سره وئيلي دي زلمې كول د قام اميد دے، ځوانانو ته د تعليم يو ډول موقعې وركولو نه غېر پرمختګ ممكن نه دے،ځوانانو به د ترقۍ په سفر كښې شا ته نه پرېږدو، بې وزله ماشوم اعلیٰ تعليم څخه محروم ولې دے٬ د دانش سکولونو معيار د ايچي سن څخه په هېڅ ډول كم نه دے، په اسلام آباد كښې په دانش يونيورسټۍ كښې د كلاسونو پېل به راتلونكي كال كښې وشي٬ 7 لكه لېپ ټاپ په ځوانانو كښې په مېرټ تقسيم شوې دي، سږ كال به دوه لكه پنځوس زره ځوانانو ته کروم بکس وركوٶ، زر زده كوٶنكي به آئي ټي او د اے آئي زده كړې لپاره چين ته استوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ځوانانو نړيوال ورځ مناسبت سره دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو، پارلماني غړو، زده كوٶنكو او نورو ګډون كولو۔ وزيراعظم وويل نن مونږ د ځوانانو نړيوالې ورځ په لړ كښې راجمع يو ما ډېرې هڅې وكړې چې د تعليم په مېدان كښې مونږ د نورو هېوادونو نه شاته پاتې نشو، دې لپاره د پنجاب خادم په توګه د تعليم ودې لپاره مې اقدامات كړي۔ وزيراعظم ووئيل پنجاب او نورو صوبو كښې د لكهونو كروړونو په شمېر هلكان او جينكۍ ډېر قابلې او ذهينې دي او كه دوي ته د زده كړې موقعې ترلاسه شوې نو دوي به د نور كليو او ښاريو ماشومان شا ته پرېږدي خو دا څومره ناروا ده چې يو خوا د امراٶ ماشومان نه يوازې د پاکستان په بهترين ادارو كښې د زده كړې موقعې ترلاسه كوي بلكې د نړۍ په بهترين جامعاتو كښې ګران خرڅونه برداشت كولو سره زده كړې كولې شي ځكه چې ھغوي وسائل لري او د دوي په مقابل كښې په هېواد كښې د لكهونو په شمېر مور پلار ته خپلو ماشومانو لپاره د عام تعليم موقعې هم ترلاسه نه دي۔ وزيراعظم ووئيل په ايچي سن کالج كښې د اشرافيه بچې زده كړې كوي چرته چې د بې وزله مور پلار ماشومان سوچ هم نه شي كولې٬ دا ھغه تضاد دې چې په سبب ئې پاكستان كښې د تعليم په مېدان كښې مونږ شا ته پاتې يو خو د پاك پروردګار په فضل په دې وروستۍ كښې چې د دانش سکولونو كوم بنياد اېښودلې شوے دے دې څخه د بې وزله مور پلار ماشومان هم بهترين تعليم ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ووئيل دانش سکولونه مو پنجاب پېل كړل٬ اوس دا سکول د خادم پاكستان په توګه ګلګت بلتستان، آزاد جمو و کشمير او بلوچستان كښې هم جوړېږي چرته چې به د قام ماشومانو ته د تعليم ويړيا موقعې ترلاسه شي او په دې كښې د تعليم معيار په هېڅ صورت كښې د ايچي سن کالج نه كم نه دے۔ وزيراعظم ووېيل نن د زرګونو په شمېر ماشومان هلكان او جېنكۍ دانش سکولونو څخه فارغ التحصيل ډاکټران ، انجينئران او استاذان دي او بهر په مباحثو كښې هم برخې اخلي۔ وزيراعظم ووئيل چې اسلام آباد كښې د پاکستان بهترين دانش يونيورسټي جوړېږي او په راتلونكي كال كښې به كلاسونه پېل شي۔ وزيراعظم ووئيل زلمے كول د قام اميد دے، ځوانانو ته د تعليم يو ډول موقعې وركول نه غېر پرمختګ ممكن نه دے، وزيراعظم ووئيل ې قام لپاره په 1947ء كښې پاکستان زمونږ بزرګانو جوړ كړې ٶ خو ولې د 2047 پاکستان د ځوانانو سوچ او جذبې سره جوړېږي، دا يوازې الفاظ  نه دې دا يو وژن دے۔ په دې موقع وزيراعظم د وړومبي نېشنل يوتھ ايمپلائمنټ پاليسۍ رسمي اعلان وكړو٬ د  پاليسۍ له مخې به په ټولو لېبر فورس كښې مېرمنو لپاره 35 فيصده کوټه لازمي وي او ځوانانو ته د ملازمتونو په ځاې د خپل كاروبار پېل كولو لپاره د سهولت وركولو پرېكړه شوې ده، هر كال به سټارټ اپس لپاره 10 فيصده کوټه مختص وي۔ وزيراعظم وويل ځوانانو ته به د تعليم او ترقۍ لپاره يو ډول وسائل وركولې شي، صوبائي حکومتونه دي هم د دانش سکول په طرز د اعليٰ معيار تعليمي ادارې جوړې كړي۔ دستورې ته وفاقي وزيرسردار اويس لغاري او د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں هم وېنا وكړه۔  په دستوره كښې د 2047ء پاکستان وژن  په حواله يو ويډيو هم وښولې شوه٬ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا ځوانانو لپاره جوړه كړې شوې خاص ملي نغمه هم وړاندې كړې شوه۔ وزيراعظم د نيشنل ايمپلائمنټ پاليسي د کور ټاسک فورس غړو له سندونه او د دانش سکول پوزيشن هولډرز او بېلو څانګو كښې ځانګړې خدمات ترسره كوٶنكو ځوانانو له ايوارډز وركړل۔ وزيراعظم د دانش سکول فاضل پور ذهين طالب علم قاسم له بورډ آف انټرميډيټ اينډ سيکنډري ايجوکيشن لاهور څخه د ايس ايس سي پارټ ټو په امتحان كښې په سائنس ګروپ كښې په وړومبي پوزيشن او په مجموعي توګه په دوېم پوزېشن ترلاسه كولو شاباسې وركړو

مزید خبریں