اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د کوريا نامزد سفير هان سنګ هو څخه سفارتي اسناد وصول كړي۔ د شورو په ورځ ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نامزد سفير سره خپلو خبرو كښې صدر مملکت ووئيل چې پاکستان جمهوريه کوريا سره خپلو ګڼ اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ ده تجارت او د سرمايه کارۍ اړيكو ته لا …
صدر مملکت آصف علي زرداري د کوريا نامزد سفير هان سنګ هو څخه سفارتي اسناد وصول كړل
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د کوريا نامزد سفير هان سنګ هو څخه سفارتي اسناد وصول كړي۔ د شورو په ورځ ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نامزد سفير سره خپلو خبرو كښې صدر مملکت ووئيل چې پاکستان جمهوريه کوريا سره خپلو ګڼ اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ ده تجارت او د سرمايه کارۍ اړيكو ته لا پراختيا وركولو لپاره د پاكستان د خواهش څرګندونه كولو سره د جامع اقتصادي شراکت دارۍ لوظنامې (سي اي پي اے) لپاره د جاري مذاكراتو ذكر وكړٶ۔ صدر مملکت د موسمياتي بدلون، ترقۍ او دفاع په څانګو كښې د مرستې هم هركلے وكړٶ۔ صدر مملکت د دې اميد څرګندونه وكړه چې د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه جهاز سازي، ټيکنالوجي او د اقتصادي ترقۍ پشمول بېلو څانګو مرسته لا وده كوي۔ سينيټر سليم مانډوي والا او خارجه سيکرټري هم په دې موقع موجود ٶ۔









