اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د آئي ټي او ټېلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې ځوانان د پاکستان قيمتي اثاثه او زمونږ د معيشت اصل طاقت دي٬ حکومت د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې ځوانان د ډيجيټل دور تقاضو سره همكارا كولو او دوي اختيار مند جوړولو له اقدامات كوي۔ د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل …
ځوانان د پاکستان قيمتي اثاثه او زمونږ د معيشت اصل طاقت دي: د وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د ځوانانو نړېوالې ورځ په موقع پېغام
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د آئي ټي او ټېلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې ځوانان د پاکستان قيمتي اثاثه او زمونږ د معيشت اصل طاقت دي٬ حکومت د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې ځوانان د ډيجيټل دور تقاضو سره همكارا كولو او دوي اختيار مند جوړولو له اقدامات كوي۔ د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل د آئي ټي په څانګه كښې ځوانانو لپاره روزګار، کاروبار او د ترقۍ بلها موقعې پېدا كوٶ او حکومت د ګرد هېواد ځوانانو ته د عصري ډيجيټل هنر او فري لانسنګ تربيه وركوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل سمارټ فونز،تر انټرنېټ رسنه او د ډيجيټل مهارتونو وركولو د لارې د ځوانانو د ځلنده سباٶن بنياد كېښودلې شي٬ د مصنوعي ذهانت، سائبر سکيورټي او سافټ ويئر ډوېلپمنټ په څېر په عصري څانګو كښې د ځوانانو شموليت د حکومت لومړۍ ترجيح ده۔ شزا فاطمه خواجه ووئيل د پاکستان ځوانان نه يوازې د سباٶن معمار دي بلكې په هېواد كښې د جاري ډيجيټل انقلاب فعاله شراکت دار هم دي، حکومت د ځوانانو صلاحيتونه كارولو سره پاکستان د ډيجيټل معيشت مضبوط مرکز جوړولو لپاره ټول ممكنه اقدامات كوي










