د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په بلنه د ناروے خارجه وزير 13 نه تر 14 اګست د پاكستان سركاري دوره كوي:د خارجه دفتر وياند

  اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) دنائب وزيراعظم/خارجه وزير اسحاق ډار په بلنه د ناروے خارجه وزير ايسپن هارت ايدے به 13 نه تر 14 اګست د پاكستان سركاري دوره كوي٬ دا به يوې لسيزې نه پس د ناروے د خارجه وزير د پاكستان وړومبۍ دوره وي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د دورې په مهال به نائب وزيراعظم او د ناروے خارجه وزير …

 

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) دنائب وزيراعظم/خارجه وزير اسحاق ډار په بلنه د ناروے خارجه وزير ايسپن هارت ايدے به 13 نه تر 14 اګست د پاكستان سركاري دوره كوي٬ دا به يوې لسيزې نه پس د ناروے د خارجه وزير د پاكستان وړومبۍ دوره وي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د دورې په مهال به نائب وزيراعظم او د ناروے خارجه وزير د پلاوي په كچه مذاكرات كوي چې پكښې به د پاكستان او ناروے اړيكو ټولو اړخونو احاطه كولې شي۔ دواړه ډلې به د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ٬ موسمياتي بدلون٬ د تجديد وړ توان٬ تعليم او اولسي رابطو څانګو كښې مرستې ته د لا پراختيا وركولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ هغوي به په مهم سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبرې كوي۔ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی كچ رابطې تسلسل دے۔ دا به د پاكستان او ناروے ترمينځه د پخوانيو او ملګرتيا اړيكو لا مضبوطولو او په دوه اړخيزه ګټه د اډانه همكارۍ نوې څانګو لټولو موقعه رامخې ته كړي۔

مزید خبریں