زمونږ ځوانان د پاكستان پرمختګ او د سوكالۍ حقيقي محرك دي، حکومت تعليم، هنر او د کاروبار څانګو كښې د موقعو پراخه كولو عزم لري۔ وزيراعظم

  اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ځوانان د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ حقيقي محرك ګرځولو سره ووئيل حکومت تعليم، هنر او د کاروبار څانګو كښې د موقعو پراخه كولو عزم لري۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع مونږ د پاكستان د ځوانانو توان٬ صلاحيتونو او عزم ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ زمونږ ځوانان د …

 

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ځوانان د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ حقيقي محرك ګرځولو سره ووئيل حکومت تعليم، هنر او د کاروبار څانګو كښې د موقعو پراخه كولو عزم لري۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع مونږ د پاكستان د ځوانانو توان٬ صلاحيتونو او عزم ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ زمونږ ځوانان د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ حقيقي محرك دي د چا جدت، تخليقي صلاحيت او قيادت چې زمونږ د قام روښانه سباٶن جوړوي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت تعليم، هنرمندۍ او د کاروباري څانګو موقعو ته د پراختيا وركولو عزم لري دغسې چې د پاكستان هر زلمے اختيار مند كړے شي او ھغه خپل صلاحيتونه كارولو سره خپل خوبونه په حقيقت بدل كړي

مزید خبریں