اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د قيام پاكستان څخه تر تعمير پاكستان د ژوند په هره څانګه كښې د مسلمانانو سره اوږه په اوږه د اقليتونو كردار تر سره كولو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي په پاكستان كښې ميشته ټولو وګړو له د كوم فرق نه غېر په ګډه د هېواد رغونه ٬ پرمختګ او خوشحالۍ كښې كردار تر سره كول دي …
د قائداعظم د 11 اګست خطاب تر مخه اقليتونو ته په آئين كښې يو برابر حقونه ترلاسه دي٬ټولو وګړو له د كوم امتياز نه غېر په ګډه د هېواد رغونه٬ پرمختګ او خوشحالۍ كښې كردار تر سره كول دي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د قيام پاكستان څخه تر تعمير پاكستان د ژوند په هره څانګه كښې د مسلمانانو سره اوږه په اوږه د اقليتونو كردار تر سره كولو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي په پاكستان كښې ميشته ټولو وګړو له د كوم فرق نه غېر په ګډه د هېواد رغونه ٬ پرمختګ او خوشحالۍ كښې كردار تر سره كول دي ۔د قائداعظم محمد علي جناح فرمان له مخې د پاكستان آئين كښې ټولو پاكستانيانو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي۔ده د نهې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د مذهبي اقليتونو قامي ورځې په مناسبت سره راجوړ كړې دستورې ته د خاص مېلما په حېث خطاب كولو۔په دستوره كښې وفاقي وزيران٬د اسمبلۍ غړي او د ټول هېواد څخه بيلو اقليتونو وروروليو سره تعلق لرونكو شخصيات ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل د اګست په 11مه نيټه پاكستان كښې د ميشته اقليتونو قامي ورځ په توګه لمانځلې كيږي۔ده ووئيل ميسحي٬هندو٬سكھ او پارسي كميونټۍ پشمول ټولو اقليتونو سره تعلق لرونكو وروڼو او خوئېندو زمونږ په زړونو كښې لوي احترام دے۔اقليتونو په تحريك پاكستان كښې د قائداعظم ملګرتيا كولو سره تعميري كردار ادا كړے كوم چې د تاريخ برخه دے۔ده ووئيل د قائداعظم محمد علي جناح د اګست په 11مه نيټه د خطاب په رڼا كښې اقليتونو ته د پاكستان په آئين كښې يو برابر حقونه ترلاسه دي۔وزيراعظم ووئيل اقليتي ورورولۍ د پاكستان تعمير او پرمختګ لپاره خپل بشپړ كردار ادا كړے٬د تعليم په ميدان كښې د كرسچن كميونټۍ خذمات ستائنه نه كول به ناانصافي وي۔په دې لړ كښې وزيراعظم د خپلو وروڼو او خوئېندو مسيحي سكولونو كښې د ابتدائي تعليم هم ذكر وكړو او ياد يې تازه كړو چې په تعليمي څانګو كښې د دوي ځانګړی خذمات لري۔وزيراعظم سيسل چوهدري٬جسټس اے آر كارنيلئيس٬جوګندر ناتھ منډل٬ايس ايل ګبز او ايس پي سنګها پشمول بيل اقليتي وروروليو سره د تعلق لرونكو قامي شخصياتو ذكر كولو سره ووئيل د هغوي د خذمات نه څوك نه دي خبر۔ده ووئيل اقليتونو جنګونو او د قامي تعمير په ميدان كښې ګڼ شمېر خذمات ترسره كړي٬د هېواد دفاع لپاره هم د دوي قربانۍ نه هېرېدونكې دي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې هم دوي د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې دي۔وزيراعظم ووئيل مونږ ټولو له به د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ګډه كار كول دي۔وزيراعظم ووئيل د قيام پاكستان څخه تر تعمير پاكستان هره څانګه كښې د اقليتي ورورولۍ كردار د ستائنې وړ دے او مونږ ټولو له په ګډه به د هېواد تعمير او پرمختګ له هڅې كول دي۔وزيراعظم ووئيل سعودي عرب٬پاكستان٬تركيې ترمينحه مكه دفاعي لوظ نامه د كوم هم هېواد په ضد نه ده٬دا د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ ته ودې وركولو لپاره ده۔ده په منطقه كښې د امن٬استحكام او پرمختګ لپاره د پاكستان د عزم هم پخلے وكړو ۔په دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد لپاره مركزي خذمات ترسره كوونكو د اقليتي وروروليو شخصيات ته ايوارډز او اعزازات هم وركړل۔









