اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پنځو سمرو او بلونو منظوري وركړې ده ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت چې د كومو سمرو او بلونو منظوري وركړی ده په هغې كښې ايكسپورټ امپورټ بانك آف پاكستان ترميمي بل 2026 ٬ د مالياتي ادارو د مالي رقم وصولۍ ترميمي بل 2026 او د …
صدر مملكت آصف علي زرداري د پنځو سمرو او بلونو منظوري وركړه
اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پنځو سمرو او بلونو منظوري وركړې ده ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت چې د كومو سمرو او بلونو منظوري وركړی ده په هغې كښې ايكسپورټ امپورټ بانك آف پاكستان ترميمي بل 2026 ٬ د مالياتي ادارو د مالي رقم وصولۍ ترميمي بل 2026 او د وفاقي بورډ آف ريونيو ترميمي بل 2026 منظوري شامله ده۔صدر مملكت سيد علي محمود ته د پاكستان سول ايوارډ وركولو منظوري هم وركړه ۔دغسې صدر مملكت د اسلامي مرستې تنظيم غړو هېوادونو د بدعنوانۍ مخ نيوي قوانين نفاذ كښې د مرستې په اړه د مكه المكرمه كنونشن توثيق منظوري هم وركړه









