اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان په پنجګور سيمه كښې د "فتنه الهندوستان"ترهه ګرو په ضد په كامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د آپريشن په مهال د 5 ترهه ګرو به وژلو د امنيتي ځواكونو د پيشه وره صلاحيتونو٬جرات او بهادري ستائېمخ وكړه۔محسن نقوي ووئيل امنيتي …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پنجګور كښې په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان په پنجګور سيمه كښې د “فتنه الهندوستان”ترهه ګرو په ضد په كامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د آپريشن په مهال د 5 ترهه ګرو به وژلو د امنيتي ځواكونو د پيشه وره صلاحيتونو٬جرات او بهادري ستائېمخ وكړه۔محسن نقوي ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت او موثر كاروائي كولو سره د فتنه الهندوستان ترهه ګرو ناپاك عزائم خاوري كړل۔ده ووئيل په بلوچستان كښې د امن دښمنانو په ضد د امنيتي ځواكونو كاميابه كاروائي د ستائنې وړ ده٬د فتنه الهندوستان ترهه ګرو ته به په هېواد كښې د پټېدو كوم ځائے ترلاسه نه شي او د هغوي به بشپړه خاتمه كولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نوي وينا وه چې ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټے دے او د دې ناسور خاتمې لپاره خپلو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے










