اسلام آباد۔11اګست (اے پي پي )د نجکارۍ کمیشن بورډ د نهې په ورځ د وزیراعظم د نجکارۍ صلاحكار او د نجکارۍ کمیشن چیئرمین محمد علي په مشرۍ كښې 257 مه غونډه كښې د علامه اقبال انټرنیشنل ایئرپورٹ لاهور او د جناح انټرنیشنل ایئرپورټ کراچی د آوټ سورسنګ او د دغې سره سره د لاهور الیکټرک سپلائي کمپني (لیسکو) او د ملتان الیکټرک پاور کمپني (میپکو) د نجکارۍ په اړه …
د نجکارۍ کمیشن بورډ لخوا د علامه اقبال نړيوال هوائي مېبدان لاهور او د جناح نړيوال هوائي مېدان کراچۍ د آوټ سورسنګ ، لیسکو او د میپکو د نجکارۍ په اړه مهمې منظورۍ
اسلام آباد۔11اګست (اے پي پي )د نجکارۍ کمیشن بورډ د نهې په ورځ د وزیراعظم د نجکارۍ صلاحكار او د نجکارۍ کمیشن چیئرمین محمد علي په مشرۍ كښې 257 مه غونډه كښې د علامه اقبال انټرنیشنل ایئرپورٹ لاهور او د جناح انټرنیشنل ایئرپورټ کراچی د آوټ سورسنګ او د دغې سره سره د لاهور الیکټرک سپلائي کمپني (لیسکو) او د ملتان الیکټرک پاور کمپني (میپکو) د نجکارۍ په اړه مهمې منظورۍ وركړې ۔ د نجکارۍ کمیشن وياند تر مخه بورډ د لاهور او کراچی ایئرپورټس د آوټ سورسنګ لپاره د اي وائے پارتھنون په مشرۍ كښې جوړ کنسورشیم د مسابقتي عمل په نتیجه كښې د مالیاتي صلاحكار په توګه د غوره كولو منظوري وركړه ۔ دغسې بورډ د کامیاب کنسورشیم سره د مالیاتي مشاورتي خدمات لوظ نامې (FASA) ته حتمي شکل وركولو له يوه مذاکراتي کمیټي هم تشکیل كړه ۔د نجکارۍ کمیشن بورډ د لیسکو او میپکو نجکارۍ ته د لويې نجکارۍ درجه وركړه د كومې په نتيجه كښې چې د اطلاق جوګه د نجکاري کمیشن د ضوابط لاندې د مالیاتي صلاحكار ټاكنه اوس لازم ده ۔









